د لاس رسي وړ اتصالات

د توتاپ برېښنا د پروژې د ځنډولو غوښتنه وشوه


د جهادي اوملي ګوندونوپه عالي شورا کې د پخوانیو مجاهدینو د څلورډلو سربیره یو شمیر نورې ډلې هم غړیتوب لري.
د جهادي اوملي ګوندونوپه عالي شورا کې د پخوانیو مجاهدینو د څلورډلو سربیره یو شمیر نورې ډلې هم غړیتوب لري.

د افغانستان د "جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا" وايي، په اوس وخت کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد پروژې د کار دوام او د دې پروژې د لارې د بدلون په تړاو د لویو لاریونونو کول د افغانستان د ملي ګټو په زیان دي او له دواړو غاړو یې وغوښتل، چې دا لانجه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

په دې وروستیو کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږدولو د لارې د بدلون موضوع ډیره ترینګلې شوې، چې ان د دغه هیواد سیاسي څیرې یې په بېلابېلو ډلو ویشلي دي.

یوه ډله چې اکثره یې هزاره توکمي دي د بامیانو له لارې د برېښنا د مزو غځول غواړي خو بله ډله او افغان حکومت بیا د سالنګ له لارې د دغې پروژې پر تطبیق ټینګار کوي.

خو د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وايي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لیږدولو د لارې د بدلون پر سر د راپورته شوې لانجې د حل لپاره، د افغان حکومت او معترضینو تر منځ منځګړیتوب کوي او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغې لانجې تر غوڅولو پورې د برېښنا د لیږد پروژه وځنډوي.

د دې شورا ویاند سید حامد ګیلاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل "که له یوې خوا دولت په خپلې پریکړې ټینګ ولاړ وي او له بلې خوا د روشنايي غورځنګ هم ووايي چې موږ لاریون کوو، که دا لاریون هرڅومره سوله‌ایز وي زه ډاډه یم چې شر ترې راپورته کیږي، له همدې امله موږ وایو چې وځنډول شي، تر څو یو مجال پیدا شي چې تر څو د جوړجاړي له لارې دا مسئله حل شي نه د تاوتریخوالي او شر له لارې."

ولسمشر غنِ له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا د لیږد د پروژې د څیړلو لپاره د کمیسیون د جوړولو امر کړی خو تر اوسه کمیسیون جوړ شوی نه دی. ​

مظاهرې

په همدې حال کې نن د خوست او پکتيکا ولايتونو زرګونو خلکو د ولسمشر محمد اشرف غني په ننګه لاريون وکړ، خو د هغه د دواړو مرستيالانو او د اجرئيه رياست دويم مرستيال پرضد يې هم شعارونه ورکول.

د خوست ښار لاريون کوونکو چې د برېښنا جدي غوښتنه يې هم کوله، د کريم خليلي، سرور دانش او محقق پر تصویرونو خطونه کاږلي وي او څېري کړل، هغوی دغه کسان چارواکي قومي تعصباتو ته په لمن وهنې تورن کړل.

له بلې خوا په غزني کې هم زرګونه کسانو د یو لاریون له لارې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ترکمنستان د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا مزي د بامیان له لارې وغځوي. لاریون کوونکو ویل چې د سالنګ له لارې د دغې پروژې تطبیق په اړه د وزیرانو شورا پریکړه د قومي تعصب پر بنسټ شوې ده.

د شنبې په ورځ په ولسي جرګه کې هم پر دې موضوع بحثونه وشول، چې په پایله کې یې ۳۰ تنه هزاره توکمي وکیلان له غونډې ووتل.

افغان حکومت وايي د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا په لږ لګښت او لږ وخت کې شپږ میلونه افغانانو ته برېښنا ورکوي، خو د بامیانو له لارې زیات لګښت پرې راځي، ډېر وخت نیسي او یوازې دوه میلونه خلکو ته برېښنا انتقالوي.

XS
SM
MD
LG