د لاس رسي وړ اتصالات

بشري: ۴ ترهگرو شبکو د سولې په جرگې حمله کوله


بشري: ۴ ترهگرو شبکو د سولې په جرگې حمله کوله
بشري: ۴ ترهگرو شبکو د سولې په جرگې حمله کوله

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د سولې په جرګې وسلوالو مخالفینو شپاړس بریدونه پلان کړي وو او په سلګونو مرمۍ او راکټونه یې توغولو ته برابر کړي وو او له یوه برید پرته که ددغو حملو مخه یې نه وای نېولی نو ښايي دا جرګه به نه وای ترسره شوې.

ددې وزارت ویاند زمري بشري نن خبریالانو ته د جرګې د امنیت په اړه وویل جرګې ته څلورو ترهګرو شبکو پلانونه جوړ کړي وو او اوولس ځانمرګي ورته موظف شوي وو.

دا لومړي وار دی چې پدغو ځانمرګو کې یوه روسيي تبعه هم ګډون درلود.

هغه وویل له جرګې مخکې لومړۍ شبکې چې درې غړي یې د روسيي، طاجک او پاکستاني په شمول وو نېولې وه، دوهمې شبکې درې افغان غړي لرل او یو یې د جرګې محوطې ته ننوتلې وو نېولی او د جرګې غړی نه وو.

هغه وویل درېیمه شبکې چې نهه غړي پکې وو د کابل له یوه ګاونډي ولایت یې نیولي او څلورمې شبکې چې دوه ځانمرګي یې لرل په جرګې برید کړی او یوه یې پکې د ښځو جامې اغوستې وې او وسله یې د ماشوم په څېر برېښېده.

زمری بشري وویل:

"که دا عملیات نه وای کشف شوي، خدای دې نه کړي، د افشار او خوشال خان مېنې ټوله سیمه به له منځه تللې وه، یعنې ترهګریز بریدونه چې په پام کې وه، په همدې ساحه کې ترسره شي، که پولیسو او امنیتي ځواکونو ددې مخه نه وای نېولې، نو تاسې به د یوې سترې فاجعې لیدونکي وای."

بشري وايي وسلوالو مخالفینو دا ځل له نويو تکتیکونو کار اخیستی وو او ان مرمۍ یې د خاورو لاندی د یوه ټایمر په وسیله برید ته چمتو کړی وی، هغه وايي لا اوس هم د ځېنو شبکو په اړه پلټنې روانې دي او د یو شمېرو لټه کوي.

XS
SM
MD
LG