د لاس رسي وړ اتصالات

د لویې جرګې په دوهمه ورځ پر کابل راکټونه راپرېوتي


د لویې جرګې په دوهمه ورځ پر کابل راکټونه راپرېوتي
د لویې جرګې په دوهمه ورځ پر کابل راکټونه راپرېوتي

افغان چارواکي وايي، په داسې حال کې چې د عنعنوي جرګې په دوهمه ورځ سیاسي او قومي مشران نن د پنجشنبې په ورځ له امرېکا سره د افغانستان د راتلونکو اړیکو په باب خپلو مشورو ته دوام ورکوي، طالبانو دوه راکټونه په کابل باندې وار کړي دي.

حکومتي چارواکو وویل چې یو راکټ د جرګې له ځای ته تقریبا یو کیلومتر لیرې ولګېد او په نننۍ حمله کې یو تن زخمي شوی دی، خو دوهم راکټ د خپل هدف نه لیرې د ښار په هغه سیمه کې ولګېد چې معمولا دوکانداران په کې ترکاري او سبزيجات خرڅوي.

د راکټ د چاودنې له امله د شاوخوا ودانیو کړکۍ او شیشې ماتې شوې. چارواکي وايي ددغو حملو په لړ کې یو کس نیول شوی، طالبانو یې مسوولیت په غاړه اخیستلې دی.

طالبانو مخکې خبردارﺉ ورکړی ؤ چې په کابل کې رابلل شوې څلور ورځنۍعنعنوي لویه جرګه به ګډوډه کړي.

په دې جرګه کې چې تقریبا د دوه زرو نه ډیر استازي په کې ګډون کوي، طالبانو سره د سولې د خبرو په امکاناتو هم خبرې اترې کیږي.

طالبانو د ١٣٨٩ هجري شمسي پر لویې جرګې هم برید کړی وو او درې تنه ملکي خلک یې زخمیان کړل.

فعلا په افغانستان کې ۱۳۰ زره خارجي عسکر پراته دي چې د ناټو د ایتلاف تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.

ددغو عسکرو زیاتره برخه امریکایان دي. توقع کیږي چې د ناټو پوځونه به د افغانستان نه په ١٣٩٣ هجري شمسي کال کې ووځي.

XS
SM
MD
LG