د لاس رسي وړ اتصالات

بایدن وایي روسیه نړۍ ته ستر گواښ ده


امریکایي مقاماتو روسیه د متحده ایالاتو په انتخاباتي چارو کې په لاس وهنه تورنه کړې ده، خو مسکو دغه ادعا بې بنسټه گڼلې ده
امریکایي مقاماتو روسیه د متحده ایالاتو په انتخاباتي چارو کې په لاس وهنه تورنه کړې ده، خو مسکو دغه ادعا بې بنسټه گڼلې ده

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایدن ادعا کوي چې روسیه هماغسې چې د امریکا د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې مداخله وکړه د اروپایي هیوادونو په انتخاباتو کې به هم لاس ووهي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایدن چې د امریکا د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د لوړې له مراسمو څخه دوه ورځې دمخه د سویس په داووس کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې وینا کوله زیاته کړه چې واشنگټن باید د ولادیمیر پوتین په وړاندې له اروپا سره گډ کار وکړي.

ښاغلي بایدن خبرداری ورکړ چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، هڅه کوي چې سږکال د اروپایي ټولنې انتخابات هم متاثر کړي.

امریکایي مقاماتو همداشان روسیه د متحده ایالاتو په انتخاباتي چارو کې په لاس وهنه تورنه کړې ده. خو مسکو دغه انتقادونه خندني او بې بنسټه گڼلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ښاغلي پوتین په وړاندې د پخلاینې نښې نښانې څرگندې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ همداشان د اروپایي اتحادیې نه د برتانیا د وتلو په ستاینې سره د یو شمیر څیړونکو په باور د اروپایي ټولنې د تجزیې پړاو هڅولی دی.

ښاغلي باید د خپلې وینا په ترڅ کې په مستقیمه د ښاغلي ټرمپ نوم یاد نه کړ، خو په سیاست کې یې "سیاسي لنډ فکرۍ ته د خطرناکې لیوالتیا" په هکله خبرداری ورکړ او وویل چې د تاریخ په اوږدو کې "خطرناکو مستبدو او د عوامو غلوونکو" هڅه کړې وه چې خلک په ویره او ډار کې اوسي.

ښاغلي بایدن همداشان ویلي دي چې د نړیوال لیبرال نظمخ نه دفاع کول ایجاب کوي چې "مونږ د هغو ځواکونو پر وړاندې چې د اروپا تجزیه کول غواړي ټینگ ودریږو او په خپل پخواني موقف په واحدې، آزادې او سوله ییزې اروپا باندې ټینگار وکړو".

XS
SM
MD
LG