د لاس رسي وړ اتصالات

د اردن په پارلماني انتخاباتو کې د اخوان المسلین ډلې ۱۵ څوکۍ ګټلي


د اردن په پارلماني انتخاباتو کې اخوان السملین ډلې پنځلس څوکۍ ګټلي دي. د اردن پارلمان ټول ټال یو سل او دیرش څوکۍ لري او د اخوان المسلمین ډله وایي هغوي تمه درلوده چې همدمره څوکۍ به ګټي.

په اردن کې د انتخاباتو د چارو مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ د پارلماني انتخاباتو تتایج اعلان کړل. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې شاوخوا یو عشاریه پنځه ملیونه خلکو پدې انتخاباتو کې رایې ورکړیدي.

د اخوان المسلمین سیاسي څانګه چې د اسلامي عمل جبهه نومیږي، په 2010 او 2013 کال کې د پارلماني انتخاباتو سره مقاطعه کړې وه. ځکه دې ډلې ویلي و چې د انتخاباتو نظام د هغو قبایلي استازو ملاتړ کوي چې د شاهي کورنۍ طرفداران دي.

خو دې ډلې دا ځل په اردن کې د مسیحانو او ځینو نورو قومي اقلیتونو سره ائتلاف کړی و او په انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې دغه ائتلاف د پارلمان د یو سل او دیرشو څوکیو نه پنځلس ګټلي دي چې همدومره یې وړاند وینه هم شوې وه.

د انتخاباتو کمیسیون همدارنګه ویلي دي چې په نوي پارلمان کې به شل میرمنې هم برخه ولري. پخوا د اردن په پارلمان کې اتلس میرمنې وې.

XS
SM
MD
LG