د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خبریالانو ته ترټولو خطرناک ملک وبلل شو


پاکستان خبریالانو ته ترټولو خطرناک ملک وبلل شو
پاکستان خبریالانو ته ترټولو خطرناک ملک وبلل شو

د مطبوعاتو د څارنی یوی اداری نن په یوه خپاره شوي رپوټ کی ویلی چی په ٢٠١٠ م کال کی تقریبآ ١٠٥ تنه خبریالان وژل شوي دي.

ددې ادارې د مطبوعاتو رئیس وویل چې د خبریالانو وژل داسې یوې ساري ناروغۍ ته ورته شوې چې هیڅ علاج ورته نشته.

بلیز لیمپین وایي چې نړیواله ټولنه نشي کولائ چې داسی یو میکانیزم ایجاد کړي چی مسؤل کسان محاکمه کړئ شي.

په دې رپوټ کې راغلي چي په نړئ کې د خبریالانو لپاره پاکستان او مکسیکو تر ټولو زیات خطرناک ملکونه گڼل کیږي. په دې هر یوه ملک کی سږ کال ١۴ خبریالان وژل شوي دي.

دغه اداره وایي چې د پروسږ کال په نسبت سږکال د خبریالانو د مرگ ژوبلې شمیر کم ؤ. په ٢٠٠٩ کال کې ١٢٢ خبریالان وژل شوي وو خو سږ کال د ٢٠٠٨ م کال په نسبت چی ٩١ خبریالان پکې وژل شوي وو، ډیره مرگ ژوبله شوې ده.

XS
SM
MD
LG