د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو جوزجان د قوش تیپې کلابندي ماته کړه


طالبانو شپږ ورځې وړاندې د جوزجان د قوش تیپې ولسوالۍ کلابنده کړې وه.
طالبانو شپږ ورځې وړاندې د جوزجان د قوش تیپې ولسوالۍ کلابنده کړې وه.

د جوزجان ولایتي چارواکي وایي، تیره شپه افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د دغه ولایت د قوش تیپې ولسوالۍ شپږ ورځنۍ کلابندي ماته کړې او په دغه ولسوالۍ کې ایسارو ځواکونو ته یې اکمالات رسولي دي.

د جوزجان د ولایت د پولیسو قوماندان رحمت الله ترکستاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د طالبانو د وسله والو د کلابندۍ د ماتولو لپاره تیره شپه هوایي عملیات ترسره شو چې په ترڅ کې یې د افغان حکومت پنځلس وسله وال مخالفان ووژل شول.

د جوزجان د ولایت د پولیسو دغه چارواکي د ادعا له مخې د قوش تیپې ولسوالۍ په روانو جګړو کې دوه ازبکستانیان هم وژل شوي دي.

جنرال ترکستاني وویل، چې تراوسه د دغې ولسوالۍ درې کلي د طالب وسله والو څخه پاک شوي اوجګړه د ولسوالۍ په شاوخوا کلو کې لا هم روانه ده.

د جوزجان سیمه ایز چارواکي وایي، د قوش تیپې ولسوالۍ د کلابندۍ په ماتولو کې د امریکا د پوځ جنګي الوتکو ډیر ونډه لرله.

د رپوټونو له مخې په دغه ولسوالۍ کې له دوو سوو څخه زیات د افغان پوځ منسوبین دیره وو.

خو طالبانو د جوزجان ولایت د امنیې د قوماندان د څرګندونو پر خلاف رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د قوش تیپې ولسوالۍ شاوخوا ته لا هم د دغې ډلې وسله وال ځای پرځای دي او دوی دا ولسوالۍ کلابنده کړې ده.

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وایي، د تیرې شپې په جګړو کې د طالبانو ۲۰ موټرسایکلونه هم ویجاړ شوي دي.

فاریاب کې د پولیسو د یو چارواکي وژل کیدل

د فاریاب د ولایت د پولیسو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه طالب وسله والو د دغه ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې څو پوستې د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې.

د فاریاب د پولیسو ویاند وایي، تیره شپه کله چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د پولیسو امنیه قوماندان سخیداد عثماني د امنیتي پوستو څخه د لیدنې لپاره له خپل دفتر ووت، په لاره کې پر موټر یې د سړک د غاړې ماین وچاودیده چې له امله یې هغه او یو ساتونکی ووژل شول.

طالبانو د برید مسولیت اخیستی دی.

د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د فاریاب ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده

.

XS
SM
MD
LG