د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې په امریکایي پوهنتون باندې په برید کې ۱٢ تنه وژل شوي


تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی
تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی

په کابل کې په امریکايی پوهنتون باندې د تیرې شپې برید کې چې نږدې لس ساعته یې دوام وکړ، ددغه پوهنتون د اوو محصلینو په ګډون دولس تنه وژل شوي او د څلورڅلویښتو په شاوخوا کې نور ټپیان شوي دي.

ددغه برید د پای ته رسیدلو وروسته د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي خبریالانو ته وویل چې د برید پر وخت د امریکایي پوهنتون د دوه محصلینو پرته له دې چې په برید کې ورته زیان ورسیږي زړونه یې چاودلي دي.

جنرال عبدالرحمان رحیمي وویل " اوه تنه محصلین شهیدان شوي دي ، چې د دغې ډلې دوو یې پرته له دې چې په مرمیو ولګیږي او یا د بام له سرڅخه ځانونه وغورځوي، د ډزو د اوزاونو له امله شهیدان شوي دي، یو نابینایانو د لیسې ساتونکی چې په دروازه یې پهره کوله یې شهید کړی دی، د محصلینواو د وطن د ځوانانو د ژغورنې لپاره زمونږ دریو پولیسو خپل ژوند د لاسه ورکړی او شهیدان شوي او دوه تنه د پوهنتون ساتونکي شهیدان شوي دي".

جنرال رحیمي وویل، چې په اوو وژل شوو محصلینو کې دوه انجونې هم شاملي دي.

د کابل د پولیسو قوماندان وویل، چې په دغه برید کې تر پنځه دیرشو پورې د پوهنتون محصلین او کارکوونکي او نهه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د امریکایي پوهنتون کې تر ۱۷۰۰ پورې محصلان په زده کړو بوخت دي، چې ددغه پوهنتون د چارواکو پر وینا د برید پر وخت شاوخوا پنځه سوه محصلین په دغه پوهنتون کې حاضر وو، چې د برید پر وخت د هغوی زیات شمیر یې د امنیتي ادارو له خوا د پوهنتون د ودانۍ څخه خوندي ځایونو ته ولیږدول شول.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دمخه معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په کابل کې په امریکايي پوهنتون باندې برید کې یو تن وژل شوی او ۲۵ نور ژوبل دي. د وزارت ویاند وحید مجروح امریکا غږ اشنا ته وویل په زخمیانو کې یو د پوهنتون یو استاد او دوه محصلانې شاملې دي.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ اشنا ته وویل چې پر امریکایي پوهنتون برید شوی دی او وايي چې سیمې ته یې سرتېري استولي دي، چې برید کابو محصلین، استادان او نور کار کوونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

د پوهنتون یو چارواکي هم امریکا غږ اشنا ته وویل چې برید شوی او دوی هڅه کوي، چې محصلین، استادان او نور کارکوونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

یو شمېر عیني شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې، په پوهنتون کې دننه ځیني استادان او محصلین ایسار پاتې دي.

د اسوشیټډ پرس تصویر اخیستونکي او د دغه پوهنتون محصل مسعود حسیني په خپل ټویټر کې لیکلي چې دوی د ننه ایسار پاتې دي او مرسته غواړي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی. دا لومړی ځل دی چې پر دغه پوهنتون باندې دا ډول وسله وال برید کیږي، مګر شاوخوا دوه اونۍ مخکې نامعلومه وسله والو د دغه پوهنتون دوه استادان، چې یو یې امریکاي او بل یې استرالیایی، هم وتښتول شول، تراوسه د هغوی درک هم معلوم شوی نه دی.

د خبر نور جزییات وروسته خپریږي:

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG