د لاس رسي وړ اتصالات

د اداري فساد خلاف د کابل کنفرانس وايي مبارزه دې له لوړپوړو چارواکو پیل شي


د اداري فساد خلاف د کابل کنفرانس وايي مبارزه دې له لوړپوړو چارواکو پیل شي
د اداري فساد خلاف د کابل کنفرانس وايي مبارزه دې له لوړپوړو چارواکو پیل شي

په کابل کې د اداري فساد سره د مبارزې د دوه ورځني کنفرانس په پای کې ګډون کوونکو په اداري فساد کې د جګ پوړو حکومتي چارواکو د کلکې پلټنې غوښتنه وکړه.

د نړیوالو خصوصي متشبثینو د مرکز او د کابل پوهنتون د څیړنې د ملي مرکز په همکارئ جوړ شوي دغه کنفرانس کې دینی عالمانو او ډیری قومي مشرانو گډون کړی و. دوی ټینګار وکړ که چیرې په دولتي ادارو کې فساد په همدی توګه دوام ولری نو حکومت به نور هم کمزوری شی.

محمد نعیم د خصوصی متشبیثینو د نړیوال مرکز د پروګرامونو دایرکتر وايي: "اوس د موږ افغانی ارزښتونه لږ کم زوری شوی موږ غواړ چی دا خلک پوه شی او له فساد څخه چی منفوره پدیده ده لرې شي".

د دغه کنفرانس په پای کی ګډون والو په خپلو کې د بحث او مذاکرې وروسته د دولت او مدني ټولنو مخ کې یو لړ مهم وړاندیزونه کیښودل.

لکه په افغاني ټولنه کې باید د اداري فساد مخ نیوی ته ځانګړې پاملرنه وشي که نو د خلکو په منځ کی د ولسواکی احساس کمزوری کیږی چې حکومت به د رکود او ټولنه به د هلاکت خواته را کاږی

او همدارنګه که اوسنی اداره لا هم فساد وزغمی د قانون حاکمیت او دیموکراسی به نوره هم تر سوال لاندی راشي.

XS
SM
MD
LG