د لاس رسي وړ اتصالات

کابل پولیس:د طالبانو په برید کې دوه ملکيان وژل شوي


د یوه پخواني برید تصویر
د یوه پخواني برید تصویر
په کابل کې پولیس چارواکي وايي د روټ اف پیس بهرنۍ موسسې پر میلمستون د وسله والو طالبانو په برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي چې د پولیسو په خبره یو یې ګاډی چلونکې او بله یې یوه ماشومه ده.

برید په کارتې سه کې شوی دی چې لا هم د ژوبلو شوو کسانو دقیقه شمېره معلومه شوې نه ده.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل «بریدکوونکي پنځه تنه و، لومړی د دروازې مخې ته ځان چولی، څلور نور یې بیا میلمستون ته ننوتلي دي، برید چې څلور ساعته یې دوام وکړ د بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد، ۲۰ بهرني او کورني میلمانه چې په میلمستون کې ایسار پاتې و، ژغورل شوي دي، د ژوبل شوو شمېر لا معلوم نه دی .»

تر دې وړاندې افغانستان افغانستان لپاره د روټ اف پیس موسسې مشر، محمد شریف عثماني امریکا غږ ته ویلي وي:
«په برید کې د دوی کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی، خو دوه تنه ژوبل دي.»

تر دې د مخه د افغانستان د کورنیو چارو مرسیتال وزیر جنرال ایوب سالنګي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي « برید کوونکي څلور تنه دي، لومړی یې یو کس له چاودیدونکو توکو ډک ګاډی د بهرنیانو د دروازې مخې ته چولی دی، او دریو نورو جګړه پیل کړې ده .»

ښاغلي سالنګي نور جزییات نه دي ورکړي ، چې د بهرنیانو دغه دفتر څه نومیږي او په کوم هېواد پورې اړوند دی .

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوي پيغام کې د برید مسولیت منلی او دعوه یې کړې چې، د عیسویانو یو مرکز یې په نښه کړی دی .

کابل ښار له تېرو دوو اونیو راهېسې په دریم وار د وسله والو طالبانو له دا ډول ډله اییز برید سره مخ کیږي .

لومړنی برید د کابل پر سرینا هوټل او بیا د ټاکنو پر یوه سیمه اییز دفتر و چې، ډیر قربانیان یې ملکي وګړي و.

د دغې پېښې نور جزییات وروسته په ډاګه کیږي .
XS
SM
MD
LG