د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي:د کابل پر هوايي ډگر برید د آی اس آی کار و


افغان پولیس د هغې ودانۍ شاته چې وسله وال په کې پټ شوي او پر هوايي ډګر ډزې کوي .
افغان پولیس د هغې ودانۍ شاته چې وسله وال په کې پټ شوي او پر هوايي ډګر ډزې کوي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د طالبانو د پنجشنبې جولاۍ اوولسمه د سهار ډله اییز ځانمرګي بریدونه، د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ایس آی کار بولي .

د پنځو واړو بریدګرو له وژل کېدو سملاسې وروسته، د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل د پاکستان آی ایس آی د حقاني شبکې او نورو وسله والو طالبانو په مرسته د کابل پر نړیوال هوايي ډګر دغه برید تنظیم او پلان کړی و.

ښاغلی صدیقي وایي « شاوخوا دوه میاشتې وړاندې طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر حمله وکړه، له حملې وروسته د پاکستان حکومت افغان امنیتي ادارې تورنې کړې چې په حمله کې لاس لري،خو زموږ انګېرنه دا ده چې له حملې ورسته مشخصو کړیو په خاص ډول آی اس آی، حقاني شبکې او طالبانو هڅه کړې چې زموږ هوايي ډګر په نښه کړي. د کراچۍ پر هوايي ډګر له برید وروسته، هلته نړیوال پروازونه بند شوي دي، دوی هڅه وکړه چې د کابل پر هوايي ډګر برید وکړي چې دلته هم نړیوال پروازونه بند شي. »

ښاغلي صدیقي وویل بریدګر په خپلو کې سره په اردو ژبې غږېدل، خو په دې اړه یې رسنیو ته کوم اسناد او شواهد ونه ښودل.

د امریکا غږ اشنا راډیو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې نوې ادعا په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده تسنیم اسلم وپوښتله، خو هغې د اوس لپاره په دې تړاوو له څه ویلو ډډه وکړه، مګر په یوې خبرې غونډې کې یې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو په اړه خواشیني څرګنده کړې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د پاکستان د کراچۍ پر هوايي ډګر له برید وروسته، هلته نړیوال پروازونه بند شول، د پاکستان آی اس آی هم هڅه وکړه چې د کابل په هوايي ډګر برید وکړي چې دلته هم نړیوال پروازونه بند شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د پاکستان د کراچۍ پر هوايي ډګر له برید وروسته، هلته نړیوال پروازونه بند شول، د پاکستان آی اس آی هم هڅه وکړه چې د کابل په هوايي ډګر برید وکړي چې دلته هم نړیوال پروازونه بند شي.

په همدې حال کې د پاکستان یو پخوانی پوځي منصبدار برګېډر سعد محمد د افغان چارواکو وروستۍ ادعا بي اساسه بولي.

هغه وایي « کېدی شي ( د کابل پر هوايي ډګر برید کې) د پاکستاني طالبانو لاس وي، ځکه چې پاکستاني او افغان طالبان او حقاني شبکه له یو بل سره تړون او رابطه لري.

خو دا خبره چې د پاکستان آی ایس آی په کې لاس لري دا سمه نه ده، زما په خیال آی اس آی په داسې یو حالت کې چې د پاکستان په پوځ کې تغیرات راغلي، داسې کوم نه کوي ځکه چې دغه کار په اوسني حالت کې د پاکستان په تاوان دی .»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند داسې مهال په افغان نا امنیو پاکستاني استخبارات تورنوي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د استخباراتو مشر رحمت الله نبیل، ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې، په هلمند کې پر افغان پولیسو بریدکوونکي وسله وال پاکستانیان او د پاکستان د پوځ سرتیري یاد کړل، ده په ښکاره وویل چې په هلمند کې جنګ د طالبانو او افغان حکومت جنګ نه دی بلکې د پاکستان او افغانستان جنګ دی.

دا هغه تورونه دي چې پاکستاني چارواکو په وار وار رد کړي دي.

افغان چارواکي وايي د کابل د برید په اړه یې د نورو شواهدو لټون پیل کړی دی، په دغه برید کې د کابل د پولیسو په وینا یوازې برید ګر وژل شوي او یو افغان پولیس ژوبل دی، خو هوايي ډګر او الوتکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی، طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG