د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: په ځانمرګي برید کې لس تنه ټپي شویدي


کابل: په ځانمرګي برید کې لس تنه ټپي شویدي

کابل: په ځانمرګي برید کې لس تنه ټپي شویدي

افغان پولیس وایي چي یوه ځان مرګه بم چونکي په کابل کي د اردو په یوه بس موټر باندي حمله کړې ، لس کسه یې زخمی کړي دي.

د کابل د پولیسو نطاق ( حشمت ستانکزي ) وویل چي دا حمله نن د شنبې په ورځ د ښار په ختیځه سیمه کي وشوه او 7 عسکر او درې ملکیان یې زخمي کړي دي. په دې حمله کي څوک نه دي وژل شوي.

چارواکي وایي چي حمله کونکی په پښو د بس په خوا ورغی او بیا یې بمونه چي فکر کیږي په ځان پوري یې تړلي وو، وچول.

تر اوسه چا څه نه دي ویلي چي دا حمله چا کړې ده. مګر هغه څه کم یوه هفته وروسته له هغه کیږي چي په کابل کي په یوه خارجي نظامي اډه کي د ځان مرګو څو حملې وشوې او طالبانو ادعا وکړه چي دا حمله دوي وکړه.

XS
SM
MD
LG