د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په قرغې کې ملکیان یرغمل نیولی


په افغانستان کې پولیس وایي چې وسله والو طالبانو د قرغې په تفریحي ځای کې په یوه هوټل کې د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمیر کسان یرغمل نیولي دي او ځیني یې وژلي هم دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ جنایي آمر جنرال محمد ظاهر ویلي دي چې د وسله والو طالبانو وژل د پولیسو لپاره آسانه کار دی خو هغوي ویره لري چې د ښځو او ماشومانو په شمول نور ملکي کسان هم هلته ګیر پاتې دي.

جنرال محمد ظاهر ویلي دي د هغوي د مالوماتو له مخې طالبانو ځيني کسان وژلي هم دي خو شمیر یې ندی مالوم چې څومره به وي.

وسله والو طالبانو د قرغې په تفریحي سیمه کې د سپوږمۍ په نامه هوټل باندې نیمه شپه د راکټونو او درنو ماشیندارو برید کړیدی او وروسته بیا د پولیسو او طالبانو تر منځ جګړه نښتې ده.

نور مالومات به وروسته په لیکه شي......

XS
SM
MD
LG