د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم د کابل برید کې آی اس آی ګرم بولي


ښاغلي دوستم وویل چې د کابل د سه شنبې د خونړي برید ترشا د آی اس آی لاس دی
ښاغلي دوستم وویل چې د کابل د سه شنبې د خونړي برید ترشا د آی اس آی لاس دی

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم وسله وال طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی "مزدروان" او د افغان ځواکونو په پرتله کمزوري یاد کړل.

ښاغلي دوستم د امریکاغږ اشنا تلویزیون ته وویل چې د کابل د سه شنبې د خونړي برید ترشا د آی اس آی لاس دی؛ ده وویل "ما خو مخکې هم ویلي او بیا یې هم وایم که ولسمشر غني اجازه راکړي، د پاکستان د استخباراتو مزدوران به ژر ختم او له افغانستان نه ورک کړم".

پاکستان په کابل کې برید په سختو ټکو غندلی، چې په کې ۶۴ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول. پاکستاني چارواکو په وارو ټینګار کړې چې آی اس آی له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو نه هیڅ ډول ملاتړ نکوي.

ښاغلي دوستم په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امریکا پر تګلارې د نیوکې په ډول وویل "امریکا هم باید جدي شي، که امریکا د طالبانو پر ضد جدي پرېکړه وکړي، په شپږو میاشتو کې به ورک شي".

خو، نوموړي دا ونه ویل چې له امریکا نه د څه ډول اقداماتو تمه لري. پخوا ځینو لوړ پوړیو امریکايي چارواکي په ډاګه ویلي وو، چې طالبان د امریکا دښمنان نه دي.

د ازبک ملېشو دغه پخواني مشر د طالبانو پر ضد د جدي اقدام د غوښتلو سره سره په دې هم ټېنګار وکړ، چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي.

جنرال دوستم له کومې ورځې چې د ولسمشر لومړی مرستیال شوی دی، څو وارې د افغانستان شمالي ولایتونو او په خاص ډول ازبک مېشتو سیمو ته تللی، چې ظاهرآ سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړي.

د هغه دفتر وايي ښاغلی دوستم د افغان ځواکونو د مورال لوړولو او د هغوی د ستایلو لپاره د جنګ لیکو ته ځي او " له ډېرو سیمو یې طالبان هم شړلي دي."

هغه له امریکا غږ اشنا سره خپلې خبرې هم په دې پيل کړې" موږ د آی اس آی د غلامانو څخه درې کلي پاک کړل. " خو، طالبان دا تورونه نه مني.

پر هغه ځيني انتقاد کوونکي وايي هغه دا کار د دې لپاره کوي، چې په خپلو خلکو کې یې محبوبیت کم نشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG