د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په میلمستون باندې په برید ١۴ تنه وژل شوي


په برید کې نهه بهرنیان وژل شوي دي
په برید کې نهه بهرنیان وژل شوي دي

د کابل د پارک پیلس پر میلمستون باندې په برید کې د نهه تنو وژل شویو بهرنیانو هویت پوره نه دی څرگند شوی، خو د یو امریکایي، یو برتانوي، یو ایتالوي او څلور هندي اتباعو وژنه تائید شوې ده.

د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي امریکا غږ ته وویل چې پولیسو په لسگونو بهرنیان پر هوټل باندې د برید په وخت ژغورلي دي. او د درې برید کوونکو په وژلو سره یې جگړه چې پنځه ساعته روانه وه، پای ته ورسوله.

د امریکا د متحده ایالاتو سفارت تائید کړې چې یو امریکایي تبعه هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

دا میلمستون د بهرنیانو او د غیر دولتي سازمانونو د لیدنې کتنې پیژندل شوی ځای و چې د کابل ښار په کلوله پشته کې یې موقعیت لري او د ملگرو ملتونو دفترونو ته نژدې دی.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې د هند سفیر امر سینها تائید کړې چې څلور هندي اتباع چې درې نارینه او یوه ښځه وه هم د وژل شویو په ډله کې دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د "پارک پلیس" پر میلمستون تروریستي برید په کلکو ټکو غندلی دی. جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې په ترڅ کې ویلي چې تروریستان او د افغانستان د خلکو دښمنان نه یوازې دا چې د دا ډول ناوړو عملونو په تر سره کولو سره نه شي کولای د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي، بلکې د تروریستانو دغه غېر اسلامي او غېر انساني عملونه به د دوی پرخلاف نړیواله کرکه لا را وپاروي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست هم دغه برید "بزدلانه" گڼلی او د هغې د محکومولو په ترڅ کې یې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي څرگنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی )یوناما) وایي د تیرې ورځې دوه بریدونه چې لږ تر لږ ۱۱ ملکي کسان په کې وژل او طالبانو یې مسوولیت منلی دی، په شدت سره غندي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د کابل په یو میلمستون باندې د تیرې شپې وژونکی برید د انساني ژوند په وړاندې د طالبانو د سختې کرکې یادگار دی چې دغې وسله والې ډلې د هیواد په گوټ گوټ کې پر ملکي وگړو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د کابل د تیرې شپې په برید کې د خیریه مرستو اوه کارکوونکي وژل شوي دي په افغانستان کي د نړيوالو مرسته کونکو ادارو ټولنه په افغانستان کې د جگړې پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د غیر دولتي موسسو د هغوی په کارکوونکو او د بشري مرستو د رسوونکو په وړلندې هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي..

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې د کابل د کلوله پشته په سیمه کې د پارک پیلس په نوم په یو میلمستون باندې چې بهرني وګړي په کې اوسیدل برید د محمد ادریس په نوم د لوګر ولایت د یو اوسیدونکي له خوا تر سره شوی دی.

دا برید په داسې حال کې کیږي چې د چهارشنبې د سهار شاوخوا نهه نیمې بجې دوو ځانمرګو برید کوونکو د دیني عالمانو په غونډه برید وکړ.

د هلمند ولایت د والي مرستیال محمداجان رسولیار امریکا غږ ته وویل، چې د محلي پولیسو د یو قوماندان په ګډون لس تنه په جگړه کې وژل شوي او شاو خوا ١۲ ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG