د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځانمرګه برید کې ۶ کسه وژل شوي


افغان چارواکي وایي یو ځان مرگه په کابل کې د ناټو مرکز ته نژدې په برید کې د ماشومانو په شمول شپږ کسه وژلي دي. دغه چاوراکي وايي په دې چاودنې کې چې په کابل کې وشوه، څو کسه نور ټپیان شوي هم دي.

چارواکي وایي د چاودنې ځای ته نژدې څو بهرني سفارتونه موقعیت لري. طالبانو ویلي دي دا حمله دوي کړیده او غوښتل یې چې د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره والوزوي.
دا چاودنه په داسي وخت کې شوې چې یو شمیر افغانان د مقاومت د قوماندان احمد شاه مسعود د یوولسم تلین د لمانځنې دپاره راټول شوي وو.

احمد شاه مسعود د ١٩٨٠ په لسیزه کې د شوروي او د هغوي د انډیوالو عسکرو په ضد وجنگیده . هغه همدغه راز د شمال د ایتلاف د افغانو قوماندانانو د هغه ډلې مشري کوله چې د طآلبانو په ضد د ١٩٩٠ په لسیزه کې وجنگیده .


په کابل کې دامریکا سفارت په یوه اعلامیه کې په کابل کې ننی ځانمرګه حمله په کلکه وغندی چې د ماشومانو په شمول لږترلږه شپږتنه بې گناه ملکیان پکښي وژل شویدي.
نا تائید شوی رپوټونه وايي چې د ایساف مرکز ته نژدې په دې چاودنه کی یو شمیر لارویان زخمي شویدي په داسي حال کې چې د احمد شاه مسعود د تلین په مناسبت نن ملي رخصتی وه.

په اعلامیه کې راغلي دي چې یاغیانو په ملکیانو باندې په حملو کې یو ځل بیا څرگنده کړه چې د ماشومانو په شمول دوي ته د هیچا ژوند اهمیت نه لري .
XS
SM
MD
LG