د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځانمرګه برید کي ۴ تنه وژل شوي دي


ارشیف
ارشیف
د کابل د کارته نو په سیمه کې د یکشنبې په ورځ ځانمرګی بریدګر د ملي اردو دوه افسران او دوه ملکي وګړي وژلي او ۲۲ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

ځانمرګی برید د سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د کارته نو د درېیم سړک په سیمه کې د موټرو په یوه تم ځای کې شوی دی او پکې دوه ملکي وګړي چې یوه یې ښځه وه هم وژل شوي دي. د ملکي وګړو د ټپي کېدو په اړه امنیتي مسؤلینو ویلي چې دوه ملکي وګړي پکې ټپیان شوي هم دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي دي چې دا ځانمرګی برید د ملي اردو د عملې په کاسټر موټر شوی دی چې له امله یې څلور تنه چې ۲ یې د افغان يوځ افسران دي وژل شوي او ۲۲ کسه نور ټپيان شوي دي . په ټپیانو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي.

وسلوالو طالبانو د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه اخېستی دی، ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانمرګی عبدالحق نومېده او د کندهار اوسېدونکی و.

ذبیح الله مجاهد ادعاء کړې ده چې د هوايي ځواک ۲۷ افسران یې وژلي دي.

په سیمه کې یوه عیني شاهد سمیع الله امریکا غږ ته وویل د برید غږ ډېر لوړ و. هغه وویل د برید په وخت په سیمه کې ګڼه کونه وه ځکه چې د سمیع الله په وینا د سهار په مهال معمولا
خلک دفترونو او خپل د کارونو خواته ځي. هغه وویل ،، ‬ژیړ کاسټر و، زه هم دغه تم ځای ته په لاره وم، یوه ښځه مې ولیده هغه هم هلته موټر ته په انتظار ولاړه وه، یو دم درز شو، کاسټر ویجاړ شو خو پوره ویجاړ نه وو، وروسته امنیتي مسؤلین راغلل او سیمه یې کلابنده کړه.‪"‬

ددې ځانمرګي برید ولسي وګړي هغه کسان دي چې په سیمه کې د موټرو لپاره په تم ځای کې ولاړ وو.

پدې وروستیو اوونیو کې په کابل کې په پرلپسې ډول وسلوالو مخالفینو بریدونه کوي د امنیتي چارو څېړونکي په دې باور دي چې ددغو بریدونو زیاتره اهداف، په دغه ښار کې اقتصادي بنسټونه او د امنیتي ځواکونو د لېږد موټرې دي.
XS
SM
MD
LG