د لاس رسي وړ اتصالات

ان ‌ډي اس: په کابل کې مو د غټې چاودنې مخه نیولې ده


د افغانستان د استخباراتو ادارې ویلي دي چې په یوې لارۍ موټر کې ځای په ځای سوي چاودېدونکي توکي یې خنثی کړ ي دي چې که چاودلي وای نو د پلازمینې یوې بشپړې برخې ته یې زیان رسولای سوای.



د افغانستان د استخباراتو ادارې یا ان ډي اس د جمعې په ورځ وویل چې د کابل په ختیځ کې یې د شپې د خوا د عملیاتو په لړ کې ۸ ټنه چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي. په عملیاتو کې پنځه مشکوک دسیسه ګر وژل شوي او دو تنه نور یې نیول شوي دي.


د افغانستان د استخباراتو اداره وايي چې دغه حمله په پاکستان کې میشتې د حقاني شبکې له خوا تنظیم شوې وه.


د افغانستان د استخباراتو د ادارې ویاند شفیق الله طاهري ویلي دي چې که چیري دغو موادو انتفجار کړی وای نو یوه غټه فاجعه به یې رامنځ ته کړې وای او یو نیم کلیومټره شاوخوا ودانیو ته به یې تاوان رسولای وای.
XS
SM
MD
LG