د لاس رسي وړ اتصالات

کابل له خونړیو بریدونو یوه ورځ وروسته


کابل له خونړیو بریدونو یوه ورځ وروسته
کابل له خونړیو بریدونو یوه ورځ وروسته

د سه شنبې ورځې له غرمې وروسته د کابل ښار په مرکزي برخو کې څو وسله والو بریدکوونکو او ځانوژونکو داسي پوځي عملیات پیل کړل چې نږدې شل ساعته یې دوام وکړ.

طالبانو د دې بریدونو مسوولیت منلی او ویلي چې موخه یې په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت او د استخباراتو دفترونه وه. د طالب بریدکوونکو د ماتولو په موخه، افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ مځکني او هوایي پوځي عملیات پیل کړل. د برید د تصفیوي عملیاتو مشري افغان پولیسو وکړه خو نړیوالو ځواکونو یې هوايي ملاتړ وکړ.

د چارواکو په وينا شپږو ځانمرګو بریدکوونکو پدې بریدونو کې ونډه لرله چې د ټولو اجساد په نښه شوي دي. دوې ګڼ توغندې د وزیراکبرخان او د امریکا د سفارت په لور وتوغول.

پولیس وايي بریدکوونکي په ټونس ډوله موټر کې راغلي وو او په موټر کې د چاودیدونکو توکو ترڅنګ چادري او د ښځو جامې هم موندل شوي دي. د بریدکوونکو هویت لا تراوسه ندې څرګند او دا هم نده معلومه چې دوې څنګه کابل ښار ته راننوتل او له کومه ځایه یې ملاتړ کیده.

د مرګ ژوبلې شمیره

له بریدونو یوه ورځ وروسته لاهم د ټولو وژل شوو خلکو دقیقه شمیره نده څرګنده. د کورنیو چارو وزارت وایې څلور ملکيان او څلور پولیس ووژل شول. خو د نړیوالو ځواکونو سرچینې وایې ۱۱ ملکي کسان ووژل شول.

د عامې روغتیا وزارت وایې ۳۱ ټپیان د کابل روغتونونو ته ولیږدول شول. په دوې کې ۱۶ له لمړنیو درملنو وروسته رخصت شول خو ۱۵ لاهم بستر دي.

په ټپي شوو کې لږترلږه درې ماشومان او څلور ښځي راځي چې څرګنده نده د چا په ډزو کې ټپیان شول.

غبرګونونه

پداسې حال کې چې کابل کې لا وسله واله نښته روانه وه، په واشنګتن کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې نوي مشر، دیوید پترییس، د کانګرس استازو ته پدې اړه وینا وکړه.

پترییس وویل “یو شمیر کسانو، پنځه یا زیات چې ښایي د چاودیدونکو توکو واسکټونه یې اغوستي وه، په دې توانیدلي چې د امریکا د سفارت په څو سوه میترۍ کې یوې نوی جوړیدونکې ودانۍ ته ننوځي او بیا د سفارت په سیمه د سپکو وسلو او توغندیو ډزې وکړي. ددې ډزو یوه یې پر سفارت لگیدلې خو کوم ځاني او مالي تاوان یې نه دی پیښ کړی.”

په کابل کې د امریکا سفیر، راین کراکر، بیا وویل چې د آر پي جي څو مرمۍ د سفارت په انګړ ولګېدلي خو د سفارت هیڅ کارکوونکي یې ټپي کړی ندی. ښاغلي کراکر وويل یوه توغندي درې افغانان چې د امریکا د ویزې اخستلو لپاره راغلي وه او یو افغان محافظ یې ټپي کړل.

کراکر وویل برید د حقاني شبکې ترسره کړ چې ویل کیږي د پاکستان په شمالي وزیرستان کې میشته ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلنتن، هم د کابل د بریدونو په هکله څرګندونې لرلې: “مونږ به ټول هغه لازم گامونه پورته کړو چې نه یواځې د خلکو امنیت تضمین شي بلکې په سیمه کې امنیت تامین او په دې باوري شو چې هغه کسان چې په ې برید کې لاس لري په وړاندې یې عمل وشي.”

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناتو عمومي منشي اندرس فروګ راسموسن بیا وویل چې طالبان هڅه کوي افغان ملي پوځ او پولیسو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو بهیر گډوډ کړي.

XS
SM
MD
LG