د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د کابل د ځانمرګه برید کونکی د برید مخکي ووژی


افغان ماموران وايي افراطیانو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې یو لړ حملې کړیدي.
ماموران وايي افغان امنیتي قواوو د کابل په هغه سیمه کې یو ځانمرګه برید کونکی ویشتلی او وژلی دی چې حکومتي دفترونه او سفارتونه پکې دي . پولیس وايي، د حمله کونکو موټر د چاودیدونکو موادونه ډک و.

په عین حال کې افغان ماموران وايي، د چاودیدونکو موادونه ډک یو بل موټر په جلال اباد کې د استخباراتو د دفترسره وجنگیدی چې دوه تنه پکی ووژل شول او دری تنه نور ټپیان شول. طالبانو د جلال د حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

همداشان یو ځانمرګه د چاودیدونکو موادونه ډک موټر د لوګر په ولایت کې د پولیسو د پوستې سره وجنګوی او د پولیسو دوه صاحب منصبان یې ټپیان کړل.
XS
SM
MD
LG