د لاس رسي وړ اتصالات

فطرت: د کرزي او مارشال فهیم وروڼو د کابل بانک په زیان کې لاس درلود


فطرت: د کرزي او مارشال فهیم وروڼو د کابل بانک په زیان کې لاس درلود
فطرت: د کرزي او مارشال فهیم وروڼو د کابل بانک په زیان کې لاس درلود

د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت ولسي جرګې ته د هغو کسانو نومونه په ډاګه کړل چی دده په وینا پخوانی کابل بانک ته په رسیدلي د میلونو ډالرو په زیان کې یې لاس درلود.

پدې کسانو کې د جمهور رییس حامد کرزي ورور او د جمهور رییس د لمړي مرستیال قسیم فهیم د ورور نومونه هم شامل دي.

عبد القدیر فطرت د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د معلوماتو لپاره ورغوښتل شوی وه.

فطرت وویل: هغه کسان چې ددې ډلې په سر کې ځای لري شیر خان فرنود، خلیل الله فیروزي، حسن فهیم، محمود کرزی، طاهر ظاهر، عبدلغفار داوی، صوفي انار ګل او بهار حبیبي دي.

هغه وویل چې دې کسانو د پخواني کابل بانک نه په میلیونونو ډالره پور اخستی و او بیا یې پرې په دبۍ کې خپلو ځانونو ته جایدادونه رانیولي وو.

XS
SM
MD
LG