د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ځانمرګي بریدونو کې 9 تنه وژل شویدي


په کابل کې ځانمرګي بریدونو کې 9 تنه وژل شویدي
په کابل کې ځانمرګي بریدونو کې 9 تنه وژل شویدي

افغان چارواکي وایي چي درې تنه یاغیان چي د ځان مرګو کمربندونه یې تړلي وو او نوري وسلې ور سره وې، نن د شنبې په ورځ په کابل کي د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نژدې د پولیسو یوه سټیشن ته ورننوتل، د امنیتي قواو څلور غړي او پنځه ملکي خلک یې ووژل.

چارواکو وویل چي ددې حملې نه وروسته د امنیتي قواو او یاغیانو تر منځ جګړه وشوه. په حمله کونکو کي یوه یې د افغانستان د پوځیانو جامې اغوستي وې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یوه نطاق وویل چي په حمله کونکو کی یو لا ژوندی نه دی پاته شوی او څلور پولیسان زخمي شوي هم دي.

طالبانو وویل چي دا حمله دوي کړې ده. دا په داسي سیمه کي چي فکر کیږي نسبتا آرامه او مصئونه سیمه ده د یولړ بیرحمانه حملو په لړ کي وروستۍ حمله ده، او په داسي حال کي کیږي چي څو هفتې وروسته به ائتلافي قواوي د افغانستان نه په وتلو شروع کوي.

XS
SM
MD
LG