د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ماشومانو د سرکس لوبې


په کابل کې د ماشومانو د سرکس لوبې
په کابل کې د ماشومانو د سرکس لوبې

د سرکس دغه لوبې او هنري نمایشونه د راتلونکي لمريز کال د پيل په ویاړ د افغانستان د ماشومانو د روزنيز مرکز له خوا د کابل په استقلال لېسه کې وړاندې شول.

په دې لوبو کې٣٠ نجونو او ٤٠ هلکانو ګډون درلود.

په افغانستان کې د ماشومانو د روزنيز مرکز روزونکي شېرخان احمدزي وايي چې دا پروګرامونه تفريحي دي او د نوي لمريز کال د پيل په مناسبت ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد روزنيز مرکز ٩ کاله وړاندې جوړ شوى او ټول پروګرامونه يې ښوونيز او روزنيز دي، چې د ٣٢ استادانو له خوا يې چارې پرمخ وړل کېږي.

احمدزي زياته کړه، چې له دوى سره په کابل کې د ترکيې، هالنډ او پولنډ له سفارتونو سربېره د يو شمېر هغو موسساتو له خوا هم مرسته کېږي، چې د ماشومانو په برخه کې فعاليت کوي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي په جوړې شوې غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل په دغه سرکس کې له افغاني کولتور سره سم د هلکانو او نجونو د يو ځاى ګډون له امله خوښ دی او زياته يې کړه: ((په دې خوښ يم چې هلکان او نجونې په يوځاى دا ډول په زړه پورې او ګټور پروګرامونه ترسره کوي.))

د دې مرکز يوې ١٢ کلنې زده کوونکې مدينې، چې له يو کال راهيسې په ياد مرکز کې زده کړې کوي وايي چې په هنري برخه کې له خپلو زده کړو خوښه ده او له استادانو غواړي، چې زياته خواري ورسره وکړي.

د دغه مرکز نندارې ته راغلې يوې مېرمنې په وینا چې دا ډول پروګرامونه د ماشومانو لپاره زيات ګټور دي او که پراختيا ورکړل شي، ښه به وي.

وتلي سندرغاړي استاد ګل زمان وايي چې د افغانستان په تاريخ کې دا لومړى ځل دى، چې د هنر په برخه کې د ماشومانو لپاره دا ډول ګټور پروګرام ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د داسې پروګرامونو په ترسره کېدو سره به په راتلونکي کې افغاني ماشومان د دې جوګه شي، چې د هنر په ډګر کې له نړيوالو سره سيالي وکړي.

XS
SM
MD
LG