د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل سیټي سنټر کې ځانمرګې حمله شوې


د کابل سیټي سنټر کې ځانمرګې حمله شوې
د کابل سیټي سنټر کې ځانمرګې حمله شوې

صافي لنډ مارک د نوي ښار په انصاري څلور لاری کی پروت یو پنځه ستوریز مدرن هوتل دی خو نن د غرمی نه وروسته په دوو بجو پکې د درنی چاودنی ږغ واورېدل شو.

یو تن ځانمرګی چې غوښتل یې دې پلورنځي ته ورننوځي د دروازې د ساتونکو سره په اخ و ډب کی لومړی څو ډزې وکړې او ورپسې یې ور پورې تړلي منفجره مواد وچول چې له دې سره د هوټل ۲ تنه ساتونکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

ددې پیښې عیني شاهدان وایي ځانمرګي درې تنه وو چې یو تن یې د پلورنځی دروازی ته مخامخ ځان والوزاوه او دوو نورو یې د را منځته شوي اخ وډب نه په ګټې اخیستو سره پلورنځي ته ور دننه شول.

خو د کابل ښار امنیه قوماندان بصیر سالنګی وایي ځانمرګی یو کس وو او دمخه تر دې چې برید تر سره کړي ددوی ځواکونو پیژندلی وو.

د امنیتي چارواکو په وینا تر یوه ساعت اخ و ډب او جګړی وروسته و توانیدل سیمه تر کنترول راولي.

په را منځته شوې پیښه کې د صافی لند مارک هوتل او سیتی سنتر پلورنځي لومړی پوړ وران ویجاړ شو.

دا په تیر یوه کال کې دوهم ځل دی چې د کابل ښار دا سیمه د ځانمرګو او له خوا تر برید لاندې راځي. پروسږ په همدې میاشت کې ددې پلورنځی سره جوخت پر یوه میلمستون برید وشو چې پکې هندي ډاکتران اوسیدل. په دې برید کې ۱۶ تنه وژل شوی وو چې زیاتره یې عادي افغانان وو.

دا پیښه په داسې ورځ په کابل ښار کې کیږي چی ددی ښار اوسیدونکو ځوانانو د څو وروستیو کلونو په رامنځ ته شوې نسبي ارامتیا او سولې کې لکه د سوله ییزې نړۍ د اوسیدونکو په شان د والنتاینز یا د مینانو د ورځې په لمانځلو سره یو بل ته مینه ډالی کوي

XS
SM
MD
LG