د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په سه شنبې د نړیوال کنفرانس کوربه دی


ددغه کنفرانس مقصد دادی چی د نړۍ مشرانو ته دا وښودل شی چی افغانستان ددی وړتیا او قابلیت لری چی دخپلو امنیتی اوانکشافی پروژو مسوولیت په غاړه واخلي.

ددوشنبی په ورځ په ټول کابل کی امنیتی قواوی دامنیت د ټینگولو لپاره گومارل شوي وې؛ ځکه چی تر ٦٠ نه زیاتو هیوادونو او دنړیوالو ادارو جگپوړه مشران چی په هغو کی دملگرو ملتونو سرمنشی بان کیمون هم شامل دی، د افغانستان په پایتخت کابل کی به د سه شنبی دورځی دکنفرانس لپاره راټول شي.

افغان چارواکي وايي چی حکومت به خپل تعهد د حکومت داری دانکشاف ، اقتصاد، د قانون حآکمیت او ټولنیز انکشاف په برخه کی بیان کړي.

په داسی حآل کی چی غواړی، دمرستو پرهغو بیلونو ډالرو، باندی ډیر کنترول ولري چی دی هیوادته راروان دي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلری کلنټن هم ددوشنبی په ورځ کابل ته په کنفرانس کی دگډون لپاره رسیدلی ده.

هغی خبریالانو ته وویل چی دا غونډه به دافغانانو مشرتوب څرگند کړي. کلنټن زیاته کړه چی دواړه حکومتونه یعنی دافغانستان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په افغانستان کی داری فساد خلاف مبارزه کی نقش درلود.

XS
SM
MD
LG