د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: افغانستان د خپل سرنوشت د کنترول لپاره په سم لوري روان دی


د څه دپاسه ٧٠ ملکونو اونړۍ والو مؤسسو آستاځي د افغانستان د پاره د بسپنه ورکونکو په یوه لویه غونډه کي پرون د سه شنبې په ورځ په کابل کي راټول شوي وو.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي پرون د سه شنبې په ورځ په کابل کي په یوه بین المللي غونډه کي بسپنه ورکونکو ملکونو اوسازمانونو ته وویل چی دده هیواد ددې دپاره چی د افغانستان د سرنوشت کنټرول ترلاسه کړي، په سمه او صحیح لار روان دی.

جمهوررئیس کرزي وویل چی دی د هغي ورځي د رارسیدو پیشبینی کوي چی دده هیواد به نور په خارجي قواو باندي متکي نه وي.

" زه دې ته متعهد یم چی افغان ملي امنیتي قواوي به تر کال ٢٠١۴ پوري په ټول ملک کي د عسکري او پولیسي عملیاتو مسئولیت په خپله غاړه ولري. "

په افغانستان کي په دې وروستیو میاشتو کي تشدد او د یاغیانو حملې په بېساري ډول زیاتي شوي دي. همدا اوس په افغانستان کي د څه د پاسه ۴٦ هیوادونو ١١٢ زره عسکر پراته دي او د ناتو مامورین وایي چی نور به هم ژر ورواستوي.

جمهوررئیس کرزي په غونډه کي گډون کونکو آستاځو ته وویل چی دی داسي یوپلان لري چی د هیواد قواوي د افغانستان د خلکو په نظر قانوني شکل غوره کړي او په ډیره مؤثره توگه ملک کنټرول کړي.

" له همدې کبله زه ددې ملک د زندانونود اصلاحاتو او له سره د هغو د تنظیم، د جرمونو او جنایتونو د تحقیقاتو په پروگرامونو باندی د غورکولواو د محاکمې نه پرته د افغانانو د بندي کیدو په دوسیو باندي د څیړلو چارو ته اولیت ورکوم."

په کابل کي د بسپنه ورکونکو دغه غونډه د ١٩٧٠ لسیزي د کلونو نه راوروسته تر ټولو لویه غونډه وه. په دغه ښار کي کلک امنیت نیول سوی و، ائتلافي قواو یوه شپه مخکي چی دا غونډه شروع سی، کابل ته نژدې د یاغیانو سره جگړې وکړې، مگر غونډه په سوله او آرامۍ کي وشوه.

په کرزي علاوه ددې غونډي دوهم رئیس د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون و. ښاغلي بان د افغانستان حکومت په دې وستایه چی د بسپنه ورکونو د هغي غونډي نه راوروسته یې چی شپږ میاشتي مخکي په لندن کي جوړه شوې وه، پرمختگ کړی دی.

" موږ په دې پوهیږو چی د لندن نه تر کابل پوري سفر له هغه څه نه ډیر زیات دی چی په مایلونو اندازه کیږی. هغه په هغو تعهداتو کي په پرمختگ را تلو سره اندازه کیږي چی د لندن په غونډه کی مو کړي وو. "

په هغه غونډه کي جمهوررئیس کرزي وعده کړې وه چی امنیتاو د حکومت چاري به ښه کوي او افغانانو ته به اقتصادي امکانات برابروي. او بسپنه ورکونکو هیوادونو هم وعده کړې وه چی د افغانستان د حکومتي بودجې له لاري به زیاتي مالي مرستی وکړي..

د هغه وخت راپدې خوا جمهوررئیس کرزي د ملي روغي جوړي د پاره د تیر جون په میاشت کي ملي جرگه راوغوښته. دغه راز هغه د نړۍ والي ټولني نه وغوښتل چی دده د حکومت سره دي یو گډ کمیسیون جوړ کړي چی د رشوتخوري او اداري فساد په باب تحقیقات وکړي.

کارپوهان وایي چی په داسي حال کي چي لا ډیر کارونه پاته دي، د کابل دې غونډي جمهوررئیس کرزي ته موقع ورکړه چی نړۍ والي ټولني ته دا وښئي چی دده حکومت تیاردی.

په دې وروستیو وختو کي د ائتلافي قواو زیاتره غړي هیوادونه دا غوښتني کوي چی د امنیتی چارو کنټرول دي خپله افغان قواو ته وسپارل سي. امریکایي چارواکي وایی چی دوی هیله لري د افغانستان نه به د امریکایي قواو را ایستل د بلي جولای په میاشت کي پیل سی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن د کابل په غونډه کي گډون کونکو آستاځو ته وویل چی دا انتقال ختم نه بلکی نوی پیل دی.

" موږ نیت نه لرو چی په افغانستان کي د خپلي اوږدې مودې د ماموریت نه لاس واخلو اوغواړو داسي افغانستان جوړ کړو لکه څنگه چی جمهوررئیس کرزي په خپله وینا کي یاد کړ."

هغې وویل چی امریکا غواړي د افغانستان سره د راتلونکي اوږدې مودې د پاره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي او امنیتي قواوي یې وروزي.

ددې غونډی په وروستۍ اعلامیه کی د افغانستان هغه پلان هم تایید سو چی غواړي هغو یاغي طالبانو ته په حکومت کي ځای ورکړي چی وسلې پر ځمکه کښیږدي، القاعده رد کړي او د افغانستان د اساسي قانون احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG