د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په کابل کنفرانس کې افغانانو ته د امنیت سپارل وغوښتل


کرزي په کابل کنفرانس کې افغانانو ته د امنیت سپارل وغوښتل

کرزي په کابل کنفرانس کې افغانانو ته د امنیت سپارل وغوښتل

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي نن په کابل د بسپنې ورکونکو په نړیوال کنفرانس کی وویل چی غواړی تر کال ٢٠١۴ م پوری افغان پوځونه د ملک امنیتی مسؤلیت په غاړه واخلي.

ښاغلي کرزي همدا شان د نړیوالو نه وغوښتل چی افغان حکومت په ملک کی د مرستو د پیسو زیات واک باید په خپل لاس کی ولری.

د نړۍ د تقریبآ شپیتو ملکونو او مؤسسو استاځي د افغانستان په پایتخت کی په یوه ورځنيَ کنفرانس کی برخه اخیستی وه.

بین المللي ټولنې د افغانستان د حکومت دا پلان تائید کړ چې وايي، تر ٢٠١۴ د دوه زره څوارلسم کاله پوری دهیواد امنیت پخپله غاړه اخلی او دبیا ودانولو پوری دمربوطه مرستو زیاته اندازه به پخپله کنټرول کړی.

دکابل په یوورځنی کنفرانس کې څه دپاسه دشپیتو هیوادونو او مؤسسواستازو گډون کړی وو. دغو استازو دافغانانو یوشمیر پشنهادونه ومنل چې هدف ورنه دخپل هیواد دامنیت او پرمختگ په برخه کې زیات مسؤلیت په غاړه اخیستل دی. دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دا غوښته وکړه چې لږترلږه پنځوس فیصده مرستی دی دحکومت له خوا ولگول شی. دیو دپاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا په افغانستان باندی څه دپاسه څلویښت میلیارده ډالر لگول شویدی.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیری هیلری کلنټن غونډې ته وویل، امریکا دافغان حکومت په شویو کارونو باندی هڅول شویده چې دحکومتداری په اصلاح کولو او داداری فساد سره په مبارزه کې ئې سرته رسولی دی مگر زیاته ئې کړه چې ډیر کار ته لا ضرورت شته .

دکنفرانس وروستی اعلامی هغه افغان ئې هم تائید کړچې غواړی هغه طالب جنگیالی دټولنی غیږی ته بیرته راولی چې خپلی وسلی په ځمکه کیږدی، دالقاعدی نه لاس واخلی او اساسی قانون ومنی.

XS
SM
MD
LG