د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې درې پر له پسې چاودنې


په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې په کابل کې درې غټې چاودنې شویدي
په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې په کابل کې درې غټې چاودنې شویدي

یو ځانمرګه برید کونکي چې د پولیسو یونیفورم یې په تن و، نن د جمعې په ماښام یې په شاوخوا اتو بجو د پولیسو د اکاډمۍ په دروازه کې په ځان پورې تړلي بمونه چولي دی او لږ تر لږه 27 کسه یې وژلي دي . پولیس وایي چې په پیښې کې لږ تر لږه۲۵ ټپیان دي.

د محب الله په نامه د پولیسو یوه افسر وایي چې برید کونکي د پولیسو یونوفورم اغوستی و او د پولیسو په مینځ کې چې د اکاډمۍ دباندي په انتظار کې ولاړ و، خپل د انفجاري موادو ډک واسکټ ته چاودنه وکړې ده. طالبانو پخپل ټویټر کېلیکلي دي چې دا بریدونه هغوي کړیدي.

دریمه چاودنه:

امنتیي چارواکي وایي چې په کابل کې دریمه چاودنه هوایي ډګر ته څیرمه، د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو اډې ته نږدې شویده. د رویټرز خبري اژانس وایي چې په سیمې کې د ډزو غږونه هم اوریدل شویدي. د ناټو جیټ الوتکو هم په سیمې کې پروازونه کوي.

ددې نه وړاندې پرون ماښام د شپې پر یوې بجې د کابل د شاشهید په سیمه کې یوه زوروه چاودنه وشوه چې په کښي لږ تر لږه ۱۵ کسه ووژل شول او په سلګونو تنه نور ټپیان شول.

د ولسمشر غني دفتر ویلي دي چې د تیرې شپې په ټپیانو کې ۴۷ ښځې او ۳۳ ماشومان شامل دي. د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د تیرې شپې د چاودنې ۴۰ کسه ټپیان اوس هم په روغتون کې دي.

ولسمشر غني خبرداری ورکړی دی چې ددې بریدونو غچ به واخلي. ولسمشر ویلي دي چې ددې بریدونو هدف دا دی چې د طالبانو د مشرتابه پر سر د روان جنجال څخه د خلګو پام بلي خواته واوړي. خو ولسمشر وویل چې دا به د هغه په هلو ځلو کې چې غواړي هېواد ته یې سوله راولي کموالی رانه ولي.

دا بریدونه د ولسمشر اشرف غنی حکومت ته دا پیغام ورکوي چې وسله وال طالبان اوس هم توان لري چې په پایتخت کې په مهمو ودانیو بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG