د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د نشيي توکو سره مبارزه لا ډیر کار غواړي


افغان حکومت: د نشيي توکو سره مبارزه لا ډیر کار غواړي
افغان حکومت: د نشيي توکو سره مبارزه لا ډیر کار غواړي

په کابل کې د نشه یې توکو په خلاف د مبارزې ورځ په داسی وخت کې ولمانځل شوه چې د افغان دولت چارواکي د مخدره موادو سره د اعتیاد له اړخه پوره اندیښمن دي.

په دې مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته، د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال کریم خلیلي وویل چې د مخدره موادو کښت د تروریستي فعالیت سبب گرځي او د افغان ځوانانو په منځ کې د اعتیاد مسله بلکل ملي بڼه نیولې ده.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وویل دولت پدې مبارزه کې ژمن دی او د تیرو څلورو کلونو په موده کې د کوکنارو په کښت کې څلویښت په سلو کې کمی راوړل شوی خو لا هم د افغانستان لپاره د مخدره موادو کښت او استعمال یوه لویه ستونزه ده.

وزیر وویل، سره له دې چې ځنې اقدامات تر سره شوي خو د افغانستان دولت په نشه یې توکو د روږدو کسانو له جملې نه یوازې د یو فیصد د درملنې توان لري.

افغانستان د نړۍ تر ټولو ستر د نشيي توکو تولیدونکی هیواد ګڼل کیږي. د شمیرنو له مخې دا ملک د نړۍ ۹۰ په سلو کې نشي مواد تولیدوي.

XS
SM
MD
LG