د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د الوتکې رالوېدو ٨ تنه ووژل


کابل کې د الوتکې رالوېدو ٨ تنه ووژل
کابل کې د الوتکې رالوېدو ٨ تنه ووژل

افغان چارواکی او ناتو وایی چی یوه ترانسپورتی الوتکه پایتخت کابل ته نژدی غرونو کی لویدلی ده، ټوله اته کسه عمله پکی وژل شویده.

دغه الوتکه د بگرام د هوایی ډگر نه کابل ته روانه وه چی نن ماښام د کابل د هوایی ډگر په تقریبآ ٢٥ کیلو مترۍ کی په ځمکه ولویده.

ناتو وایی چی افغان او نړیوالو قواوو د ژغورنی او پلټنی کار پیل کړی دی خو افغان چارواکیو ویلی چی په دی الوتکه کی ټول ناست کسان مړه شوی دی.

چارواکي وایی چی د دی الوتکی عمله خارجیان وو.

ناتو ویلی چی دا الوتکه د اییتلاف د قواوو مربوط نه ده.

د دی الوتکی د سقوط د علت په اړه تر اوسه معلومات نه دی ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG