د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه: د سیالیو په دویمه ورځ بازانو او ښامارانو میدان وگاټه


نن په زررگونو کسان د شپږیزې سیالیو لیدلو ته ورغلي وو

نن په زررگونو کسان د شپږیزې سیالیو لیدلو ته ورغلي وو

د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د روان شپږیزه کرکټ سیالیو په دوهمه ورځ هم دوه لوبې وشوې چې یوه ېې د کابل بازانو د بست ساتونکو نه وگټله او په بله کې د بند امیر ښامارانو په وروستیو گړیو کې د سپین غر زمریانو ته ماتې ورکړه.

د دویمې ورځ لومړۍ سیالي
لومړۍ لوبه د کابل بازانو او بست ساتونکو ترمنځ وشوه چې د باران په وجه یې د اورونو شمیر راټیټ او دواړو لوبډلو دیارلس اورونه ولوبول.

د دغې لوبې پچه د کابل بازانو کپتان وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د بست ساتونکو لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د کابل بازانو لوبدلې ته د ۹۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې رحمت شاه ۲۱ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو توپ اچونکو نه امیر حمزه هوتک ۳، ساجد خان او راشد ارمان دوه دوه او کریم جنت یو لوبغاړی وسوځاوه.

د سپین غر زمریانو کپتان شفیق الله شفق په یوازې ځان د ښامارانو مقابله وکړه

د سپین غر زمریانو کپتان شفیق الله شفق په یوازې ځان د ښامارانو مقابله وکړه


کابل بازانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په یوولسم اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې شهزاد پکې ٢٧ منډې وکړې او حمزه هوتک چې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي سوځولي وو، د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

د دویمې ورځ دویمه سیالي
د همدې ورځې دویمه سیالي د بندامیر ښامارانو او سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه. د دغې لوبې پچهد بندامیر ښامارانو کپتان نبي عیسي خیل وګټله او سپین غر زمریان لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله.

د سپین غر پړانګانو لوبډلې د سیالۍ په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۴ منډې جوړې او د ۱۲۵ منډو هدف یې ورکړ چې له ډلې یې خپله کپتان شفیق الله شفق ۴۷ منډې جوړې کړې.

د بندامیر ښامارانو توپ اچونکو له لوري نوین الحق، آفتاب عالم او احمد قیس دوه دوه او محمد نبي عیسی خیل او نصرت الله یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره برابر کړ چې له ډلې یې کپتان محمد نبي عیسی خیل ۴۳ او حشمت الله شهیدي ۵۰ منډې جوړې کړې.

محمد نبي د دویمې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

محمد نبي د دویمې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو


لوبه د برابریدو له امله سوپر اوور ته ولاړه چې د محمد نبي عیسی خیل دوه هسکو شپږیزو پر مت بندامیر لوبډلې د سپین غر لوبډلې ته د ۱۹ منډو هدف ورکړ خو سپین غر لوبډلې ورکړل شوې هدف بشپړ نه کړای شو او سیالي یې بندامیر لوبډلې په ګټې تمامه شوه. محمد نبي عیسی خیل د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د غوره لوبغاړو خبرې
محمد نبي د امریکا غږ آشنا راډیو سره د خپلې غوره لوبې په اړه د خبرو په وخت ویلي چې دی خوشاله دی چې هغه لوبه چې ده په زمبابوې کې پیل کړې وه، هغې ته ېې کور کې دوام ورکړیدی.

محمد نبي سره په ټیم کې زیاتره د نولس کلن ټیم لوبغاړي لوبیږي ،چې د ده په وینا د ده دپاره هم یوه ښه تجربه ده او ځوان لوبغاړو ته هم یو ښه فرصت دی چې د ده نه یو څه زده کړي.

د کابل بازانو په بري کې د حمزه هوتک لاس و.

د کابل بازانو په بري کې د حمزه هوتک لاس و.

د کابل بازانو د بریالي ټیم غوره لوبغاړي حمزه هوتک هم د امریکاغږ اشنا راډیو سره خبرو کې خپله لوبه خوندوره وبلله او وې ویل چې دی خوشاله دی چې خپل کور کې د خپلو خلکو په وړاندې کرکټ کوي.

هغه وايي چې هڅه به وکړي چې په ښه لوبو سره په ملي ټیم کې خپل ځای پوخ کړي.

راتلونکې لوبې

د کابل د شپږیزې ټورنامنټ چې نومبر تر دولسمې دوام لري، د افغانستان د شپږو زونونو ټیمونو پکې برخه اخلي چې تر اوسه څلور لوبې شویدي.

په دې کې سپین غږ زمریانو په دوو لوبو کې یوه گټلې، بند امیر ښامارانو هم په دوه کې یوه گټلې ده.

د بست ساتونکو یوه لوبه کړې او هغه یې هم بایللې ده. د امو نهنگانو هم یوه کړې او بایللې ده، کابل بازانو خپله اوله لوبه گټلې او سبا به ېې سپین غر زمریانو سره لوبه وي. بست ساتونکي به د امو نهنگانو سره مخ کیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG