د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لویې څارنوالۍ د کرزي په فساد تورن سلاکار پاک اعلان کړ


د افغانستان لویې څارنوالۍ د کرزي په فساد تورن سلاکار پاک اعلان کړ
د افغانستان لویې څارنوالۍ د کرزي په فساد تورن سلاکار پاک اعلان کړ

د افغانستان چارواکي وایي چې دوی د جمهور رئیس کرزي په نږدې سلاکار باندې لگیدلي د اداري فساد تورونه لرې کړیدي او هغه یې پاک بللی دی.

د افغانستان د لویې څاروانوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وویل چې ښاغلی ضیا صالحي په دې سبب د ټولو لگیدلو تورونو نه مبرا بلل شویدی چې د هغه په خلاف داسې ثبوتونه او شواهد پیدا نه شول چې محکمه قانع کړی شي.

په تیر جولای کې د امریکا خاصو قواوو ښاغلی صالحی په دې اساس نیولی وو چې ده په ټیلیفوني خبرو کې د یو نفر نه رشوت غوښتی و او دا خبرې یې ثبت شوې وې.

پولیسو وویل چې ددغه رشوت په بدل کې ښاغلي صالحي د امریکایانو لخوا د پیل شویو هغو پلټونو د جریان د اخلالولو کوښښ کاوه چې د یوه داسې شرکت په اړه یې کولې چې له افغانستان نه د سیاسي مشرانو، قاچاقبرو او نورو افراطیانو پیسې نورو ملکونو ته انتقالوي.

اوس د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې په افغانستان کې یوازې د هغه چا خبرې په مخفي توگه ثبتېدلای شي چې د مخدره موادو په قاچاق کې لاس ولري.

جهور رئیس کرزي هم د ښاغلي صالحی د نیول کېدو سره مخالفت ښودلی وو او هغه یې له څو ساعتونو بند وروسته بېرته راخوشې کړ.

له دې پیښې نه څو هفتې وروسته خبر خپور شو چې ښاغلی صالحي د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې دپاره هم کار کاوه.

XS
SM
MD
LG