د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې سختې مظاهرې شوي


امنیتي مسئولین وايي چې نن په کابل کی پولیسو د امریکا په خلاف د سلگونو قهرجنو مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

په داسی حال کې چې مظاهره کوونکو 'مرگ دې وي په امریکا 'شعارونه ورکول، او د کابل عمومي سړک یې بند کړی و، د موټرو ټایرونو ته یې اور اچولی و. ضربتي پولیسو پرې هوايي ډزې وکړې او کوښښ یې وکړ چې مخه یې ونیسي.

پولیسو وویل چې یو شمیر مظاهره کوونکو د طالبانو جنډې راپورته کړې وې.

کم ترکمه لس تنه مظاهره کوونکي او پنځه پولیس د نننۍ مظاهرې په وخت زخمېان شوي او دوه تنه مظاهره کوونکي په روغتون کی بستر شوي دي.

مظاهره کوونکو د یوې وړې امریکایي کلیسا د پادری له خوا د هغه پلان په خلاف اعتراض کوه چې غوښتل یې په امرېکا باندی د کال ېو دپاسه دوه زره مېلادی دسېپټامبر د ېولسمې نېټې دحملو دنهمې کلېزې د لمانځلو په مناسبت دقران کرېم په سلگونو نسخی وسوځویي، خو نوموړی بیا وروسته د خپل پلان د عملي کولو نه صرف نظر شو.

د نوموړي پادري ددغه اعلان په خلاف په نړیواله سطحه ډیر سخت انتقادونه وشول او په افغانستان کې څو وارې غټې مظاهرې وشوې.

د یکشنبی په ورځ د لوگر په ولایت کې هم د پولیسو په ډزو کې دوه تنه ووژل شول.

دا مظاهرې په داسی حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده درې ورځې وروسته په افغانستان کې پارلمانی انتخابات شروع شي.

XS
SM
MD
LG