د سه شنبې په ورځ په کابل کې په سل گونو خلک سړکونو ته ووتل چې د ملک د وروستنيو پارلماني انتخاباتو پرضد اعتراض وکړي.
په مظاهره چیانو کې د پارلمان غړي او ناراضي کاندیدان شامل وو. دوی د سپتمبر د ١٨ نیټې انتخابات غیرقانوني او د دموکراتیکو اصولو په خلاف وبلل او د ملک د انتخاباتو کمسیون یې په دې تورن کړ چې په رایو کې یې ټگي کړې ده.
د افغانستان د انتخاباتو کمسیون د پنځه اعشاره شپږملیونو رایو نه تقریبا څلورمه برخه د درغلیو او خلاف ورزیو په سبب باطلې کړې.
د انتخاباتو مامورین وايي چې دوی حداقل د ٢٢۴ کاندیدانو نه د درغلی په سبب تحقیق کوي.
په پام کې وه چې د اکتوبر تر پایه پورې د انتخاباتو نتایج اعلان شي، خو څرنگه چې د ملگرو ملتو تر حمایې لاندې د انتخاباتو د شکایاتو د اورېدو کمسیون په زرگونو شکایتونو باندې غور کوي، نو دغه کار ونه شو.
د افغانستان د انتخاباتو د شکایاتو د اوریدلو کمسیون تیره هفته اعلان وکړ چې د انتخاباتو د مامورینو په منځ کې د بیا شمیرنې په وخت کې په بې ساري توگه د شفافیت نشتوالی څرگند شو.