د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د معترضو کاندیدانو لاریونونه ادامه لري


افغانستان کې د معترضو کاندیدانو لاریونونه ادامه لري

افغانستان کې د معترضو کاندیدانو لاریونونه ادامه لري

په لسګونو معترضو کاندیدانو او د هغوی په سلګونو پلویانو نن په کابل کې يو ځلې بیا په ټاکنو کې د درغلیو د سپيناوي په اړه په لاریون لاس پورې کړی.

دغو معترضو کاندیدانو د لوی څارنوالۍ له وروستيو هڅو ستاینه کوله ويل چې باید لویه څارنوالي پدې اړه لا پسې خپل کارونه چټک کړي.

لاریون کوونکو چې د لوی څارنوالۍ په پلوۍ شعارونه لېږدول دا ډول د ډیموکراسۍ د بنسټيزه کېدو په سر یې هم د اندېښنو پوښتنې په شعارونو کې لېږدولې.

يو شمېر معترضو کاندیدانو له جمهور رئیس حامد کرزي د ټاکنو په چارو کې د سپناوي لپاره د دخالت غوښتنه هم کوله.

دا لاریون د کابل ښار له زړه پښتونستان واټ نه پیل شوی وو او تر ذنبق څلور لارې پورې وغځېد.

د ولسي جرګې برحاله غړی او د غزني له ولایت نه د ټاکنو نوماند داود سلطانزوی چې د لاریون له نتظیموونکو نه وو ویل یې تر هغو چې د قناعت وړ پرېکړه نه وي شوې لاریونونه به کوي.

داود سلطانزوی، معترض کاندید: "زمونږ لاریونونه لااوس هم د ټاکنو په اړه دوام لري او د هغو نتایجو په اړه چې دا ټاکنې یې له ګواښ سره مخ کړي او مونږ د لوی څارنوالۍ هغه حرکت چې پیل کړی ملاتړ کوو ولې د دوی دا کار پوره نه ګڼو باید لا پسې اقدامات چټک کړي."

لاریون نن بیا هم لارې بندې کړې وې او د کابل ښاريان یې د ساعتونو لپاره په ګاډو کې په انتظار پرېښي وو، د ټاکنو مسئله تر دې دمه نده اواره او لويې څارنوالۍ د پلټنو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG