د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته بیرته بریښنا راغله


د کابل ښار یو دکان
د کابل ښار یو دکان

د افغانستان د بریښنا د شرکت د سوداګرۍ د چارو رئیس میرویس عالمي امریکا غږ ته وویل چې کابل ته د بریښنا جریان بیرته عادي شو.

ښاغلي عالمي وویل " الحمدالله یو لس دقیقي مخکې ټول لینونه وصل شول او اوس کابل مکمل برق لري".

له هغې وروسته، چې د روان کال د جنوري میاشتې په ۲۶مه نیټه، د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا ستنې په بمونو والوزول شوې، د پلازمینې کابل په ګډون د ننګرهار، پروان او کاپیسا ولایتونو د ځینو برخو اوسیدونکي هم له برېښنا څخه محروم شول.

په بغلان کې د بریښنا د ستنو د نړیدلو وروسته د بریښنا شرکت کابل مېشتو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته برېښنا برابروله.

د افغانستان د بریښنا د شرکت عملیاتي رئيس احمد شکیب نثار امریکا غږ ته وویل، چې د دغه شرکت تخینکي ډلې د بغلان په ډنډ شهاب‌الدین کې هم د بریښنا پرې شوي مزي سره نښلولي او هم یې د بریښنا ویجاړه شوې ستنه بیرته درولې ده.

ښاغلي نثار وویل " د جمعې د ورځې راوروسته چې سیمه زمونږ په واک کې راکړل شوه، د شنبې، یکشنبې او دوشنبې په دې دریو ورځو مونږ په دي وتوانیدلو چې ویجاړه شوې ستنه ترمیم او بیرته یې ودروو همدارنګه په ډنډ شهاب‌الدین او ډنډ غوري کې چې په تیرو څلورویشتو یا پنځویشتو ورځو جګړه کې کوم مزي پرې شوي وو په څلورو سیمو کې چې مزي په ډزو پرې شوي وو ترمیم او ټول نورزیانونه چې د بریښنا مزو رسیدلي وو، هغه بیرته ونښلوو".

دمخه د افغانستان د بریښنا د شرکت ویلي وو چې لومړی به په موقتي توګه د بریښنا پرې شوي مزي ونښلوي او بیا به د یوې اونۍ په موده کې د بریښنا ویجاره شوې ستنه ورغوي.

اوس د بریښنا شرکت وایي په تیرو دریو ورځو کې یې دا دواړه کارونه کړي دي.

په کابل کې د برېښنا کموالي د دغه ښار د اوسیدونکو ژوند خورا تریخ او له ګڼو ستونزو سره مخ کړی وو، چې له امله یې په روانه اونۍ کې دوه ځلې د کابل ښاریانو اومدني فعالینو په دغه ښار کې لاریونونه وکړل.

د بریښنا شرکت وایي چې کابل ښار ۶۰۰ میګا واټه بریښنا ته اړتیا لري چې په بغلان کې د بریښنا د ستنو د ویجاړیدو د پیښې وړاندې ددغه ښار اوسیدونکو ته ۴۶۰ میګا واټه بریښنا برابریدله.

په اوس وخت کې افغانستان ته ډیره بریښنا ددغه هیواد د څلورو ګاونډیو هیوادونو ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردیږي.

XS
SM
MD
LG