د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د امریکا په سفارت کې د ۱۱ سپتمبر یادغونډه


کابل: د امریکا په سفارت کې د ۱۱ سپتمبر یادغونډه

کابل: د امریکا په سفارت کې د ۱۱ سپتمبر یادغونډه

د امریکې سفیر د سپتمبر پیښه یوه غمجنه او نه هیرېدونکې پیښه وبلله چې نه یوازې د امریکا او نړۍ خلک یی وځورول، بلکه د زرګونو انسانانو د وژنې سبب هم شوه.

سفیر رایان کراکر وایي لکه څنګه چې د سپتمبر پېښه افغانستان ته د امریکایې او نړیوالو ځواکونو د راتګ سبب شوه، وروسته له دې به هم دا هیواد له افغانستان سره پراخې او بنسټیزې مرستې کوي او افغانستان به د تروریزم سره په مبارزه کی یوازې نه پریږدي.

رایان کراکر وایي له افغانستان سره د همکاریو په لړ کې دا مهال له دې هیواد سره په ستراتیژیک تړون باندې خبری کوي او ددې تر څنګ هغه د افغانستان په امن ساتنه او پراختیایي برخو کې د مرستو ژمنه هم کوي.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي مشر جان الن هم د سپتمبر پیښه داسې یوه پیښه ګڼي چې امریکا یې دمخه ساری نه وو لیدلی او په هغه کې د بیلابیلو مذهبونو او ملتونو نږدې درې زره انسانان ووژل شول.

الن وایي نړیوال ځواکونه به په افغانستان کې د امن او ټیکاو د راوستو لپاره د افغان ځواکونو سره خوا په خوا زیار باسي.

الن په دې لار کې د نړیوالې ټولنې او امریکا د منظمو مرستو او پوځیانو د قربانیو هرکلی کوي.

ښاغلی الن وایي د القاعدې په اړوند زموږ دنده پای ته نده رسیدلی.

"موږ په پر القاعدې فشار راوړو، هر چیرې چې وي را پیدا به یې کړو او ورسره به ګورو".

جان الن د طالبانو او القاعدې د مشرانو اسامه بن لادن او ملا عمر په هکله وایي دا همدوی وو چې پر امریکا یې برید کونکو ته یې پیسې، پناه او امن ځایونه برابر کړي وو
دا ملاعمر او طالبان ول چې القاعدې ته یې مرستې او پټن ځایونه ورکړي وو تر څو پر امریکی دا برید جوړ کړي. اوس دوی بیا هم هڅه کوي افغانستان د طالبانو د رژیم تیاره دور ته ستون کړي. خو افغان او نړیوال ځواکونه اوس ځواکمن دي هغوی به نه یوازې هغه تیاره دور ته بیرته ورنشي بلکه دوی پر طالبانو بر لاسي او ځواکمني هم لري.

د امریکا په سفارت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل نن ورځ افغانستان ته د امن راوستو، ښوونځي ته د زرګونو ماشومانو د تګ، په دې هیواد کې د ځوانې دیموکراسۍ د راتګ او نورو پراخو اقتصادي مرستو لپاره د امریکې او نړیوالو مرسته کونکو نه منندوی دي.
زلمی رسول ژمنه کوي چې افغانستان به هیڅ کله د ترهګرو ځای نه وي او هیڅ ترهګر به ونه کړای شي له دې خاورې نه د نړیوالو ګټو پر ضد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG