د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د کابل د هوا ککړتیا په بیساري ډول کمه شوې ده


د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، په کابل کې د تیرو کلونو په پرتله سږکال د هوا د ککړتیا کچه په بې سارې توګه راټیټه شوې ده.

دا اداره، په کابل کې د هوا د ککړتیا د کچې د راټیټیدو تر ټولو لوی لامل، په دغه ښار کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې لوړیدل، د سړکونو، لارو او کوڅو پخیدل او د ونو او بوټو کښینول ښيي.

دغه راز، کابل میشتي هم په دغه ښار کې د هوا پر پاکوالي خوښي څرګندوي خو وايي، حکومت دې د هغو بې کیفیته سوند توکو پر وارداتو او استعمال بندیز ولګوي، چې له امله یې هوا ککړیدلی شي.

د کابل ښار اوسیدونکې یوویشت کلنه لیلا رسولي وايي "په کابل کې د پخوا په نسبت هوا ډیره پاکه شوې ده، د دې لوی لامل دا دی چې پخوا سړکونه او کوڅې خامې وې چې اوس پاخه شوي دي، که چیرې دولت د بې کیفیته تیلو او د سوخت نور موادو مخه ونیسې نو دا هم په محیط زیست باندې تاثیر کوي."

دغه راز، پنځه‌څلوېښت کلن صدیق‌الله هم وايي، چې اوسمهال د کابل ښار اوسیدونکي د چاپیریال په ساتنه کې پام کوي او تر څنګ یې په دغه ښار کې سړکونه او کوڅې هم پخې شوي، چې د هوا پر پاکوالي یې ښه اغیزه کړې ده.

دی وايي "فعلاً د پخوا په پرتله د کابل د ښار سړکونه پاخه شوي او نسبتاً د ښار اوسیدونکي هم د خپل چاپيریال د پاک ساتلو په خاطر د ښار په پاکوالي کې پوره ونډه اخلي نو ځکه د کابل د چاپیریال هوا نسبتاً پاکه او ژوندانه ته مساعده ده."

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د دې ادارې وروستۍ څیړنې ښيي، چې په اوس وخت کې د افغانستان د یو شمیر زیاتو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښار د هوا حالت د تیرو کلونو په پرتله ښه شوی دی.

د دغې ادارې مرستیال غلام محمد ملکیار امریکا غږ ته وویل، درې کاله مخکې د کابل ښار د اکثرو سیمو په یو متر مکعب هوا کې شاوخوا ۱۶۰۰ مایکرو ګرام زوړندې زرې موجودې وې، چې دغه کچه اوس د ۲۰۰ نه تر ۶۰۰ مایکرو ګرام پورې راټيټه شوې ده.

ښاغلي ملکیار وویل "په ځانګړې توګه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې کله چې موږ ارقام راټولول زموږ ښې ورځې ډیرې کمې وې، موږ د کال په ۳۶۰ ورځو کې د ۱۲۰ او ۱۳۰ تر منځ ښې ورځې درلودې، خو اوس په ۱۳۹۴ لمریز کال کې موږ له ۲۰۰ څخه زیاتې ښې ورځې درلودې، حتی ډیرې ښې ورځې مو درلودې، ډيرې ښې ورځې په دې معنی چې په دې ورځو کې هیڅ ککړتیا په هوا کې شتون نه درلوده، هیله لرو چې دا حالت دوام وکړي او ګران هیوادوال له موږ سره په دې برخه کې همکاري ولري."

غلام محمد ملکیار وايي، چې د هوا په ککړتیا کې وروستی بدلون طبیعي نه بلکې د خلکو او مسئوولینو د هلو ځلو په پایله کې رامنځ ته شوی دی.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د مرستیال پر وینا، په ‍۱۳۸۲ لمریز کال کې د کابل ښار ۴ فیصده مساحت شین وو چې دا کچه اوسمهال ۱۳.۴ فیصدو ته لوړه شوې چې په هوا کې د خطرناکو زراتو په جذبولو کې زیات رول لوبوي، دغه راز، د چاپیریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې لوړیدل او د سړکونو، واټونو، لارو او کوڅو بیارغونه، د دغه ښار د هوا د ککړتیا د کچې په راټیټولو کې ښه رول لوبولی دی.

خو ځینې کابل میشتي د دې ترڅنګ چې د هوا له پاکوالي خوښ ښکاري وايي، حکومت ته په کار ده، چې د هغو سوند توکو د استعمال مخه ونیسي چې له امله یې هوا ککړیدلی شي.

نولس کلن وحیدالله وايي "له دولت نه یوه غوښتنه بله هم لرو چې دا د سوند توکي چې دا وړ لرګي دي، اکثره خلک دا سوزوي، دا ټوپان او پلاستیکونه او ټيرونه سوزوي، دغه هم د کابل ښار کې بند کړي ځکه چې بیروبار زښت زیات ده، نو دغه هم چې بند شي په آب و هوا باندې به ډيره مثبته اغیزه وکړي او د خلکو د ناروغیدو مخه به ونیول شي."

خو د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال غلام محمد ملکیار وايي، په کابل ښار کې ټولې هغه کارخانې، هوټلونه، سقاوې، نانوایانې او دولتي ادارې د دوی تر کلک نظارت لاندې دي، چې د سوند توکي استعالموي.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د دغه چارواکي پر وینا په دغو ځایونو کې ټولو ته لارښوونه شوې، چې د نورو غیر قانوني سوند توکو پر ځای ګاز وکاروي او هغه کسان چې له دې چارې سرغړونه کوي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG