د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې موټر بمب برید وشو


دا په یوه ورځ کې په کابل ښار کې دویمه چاودنه ده.
دا په یوه ورځ کې په کابل ښار کې دویمه چاودنه ده.

په کابل کې پولیس وايي هوايي ډګر ته نژدې یوه لویه چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

عیني شاهدان وايي چې چاودنه د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګر ختیځې څنډې ته شوې ده، دغلته د بارن په نوم د بهرنیو یوه کمپ هم دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسول محمد اسماعیل کاوسي امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغه برید کې تر اوسه ۳۰ زخمیان روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

په دوی کې درې ښځې او نهه ماشومان دي.

بل لورته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د پولیسو قومندان حق نواز حقیار وایی چې په دغې موټر بم حمله کې تراوسه د پنځو پولیس هم ژوبل شوي دي.

طالبانو د دغه موټر بمب برید مسولیت منلی دی.

نن سهار په کابل ښار کې یو بل ځانمرګی برید هم شوی و چې تلفات یې نه درلودل.

XS
SM
MD
LG