د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرګي برید ۲۲ تنه ووژل


اسوشیټډپرس راپور ورکړی چې دا ځانمرګی برید و او ۱۲ تنه یې وژلي دي
اسوشیټډپرس راپور ورکړی چې دا ځانمرګی برید و او ۱۲ تنه یې وژلي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د پیښې له ځای څخه ۲۲ مړي او شاوخوا ۴۱ ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو رئيس محمداسماعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل ښايي د قربانیان شمیر له دې هم پورته وي.

هغه وویل، چې د سردار محمد داود خان روغتون د پیښې ځای ته نږدې پروت دی او ممکن د پیښې زیات قُربانیان دغه روغتون ته لیږدول شوي وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي برید په ځايي وخت د ماسپښين په ۳:۵۰ د سترې محکمې د ودانۍ تر شا د یو کرولا ډوله موټر په واسطه شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویاند نجیب‌ دانش امریکا غږ ته وویل، چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي. هغه وویل د دوی لومړني ارقام ښيي چې په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۰ ژوبل شوي دي.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی. خو مخکې طالبانو ګواښ کړی و چې د افغانستان قاضیان او محاکم به په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG