د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ځانمرگي درې تنه ووژل


یو افغان مامور وايي، یوه ځان مرگي برید کونکي لږ ترلږه دری کسان د کابل په ښار کې وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د کابل د کانفرانس ترتیبات نیول کیږي.

چارواکي وایي په دې ځان مرگي برید کي ٣٥ کسان ژوبل شوي هم دي.

ویل کیږي د سه شنبې په ورځ په کابل ښار کې د افغانستان د بین المللي ملاتړو کانفرانس جوړیږي او په دې کې به د افغانستان حکومت د راتلونکي لپاره خپل پلان وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG