د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ځانمرګي برید درې امریکایان او نهه افغانان ووژل


د کابل د نهمې حوزې په شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمېره شېبه په شېبه لوړیږي.

د اسوشېټټ پرس خبري اژانس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت د چارواکو له خولې لیکلي چې په برید کې د دوی درې ملکي قراردادیان هم وژل شوي دي. وژل شوي دریواړه امریکایان دي چې یو یې د پېښې په ځای کې او دوه نور یې ورسته د خپلو زخمونو له کبله مړه شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو ویاند نجیب دانش په خپل ټویټر باندې لیکلي چې په دغه برید کې شپږ ولسي افغانان وژل شوي چې دوه یې ماشومان دي.

د ښاغلي دانش په خبره په برید کې ۱۰۵ تنه ژوبل شوي هم دي چې ۶۰ تنه یې له درملنې وروسته رخصت کړل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بیا په خپل ټویټر باندې لیکلي چې په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي چې یو یې بهرنی دی.

د وژل شویو بهرنیانو هویت معلوم شوی نه دی.

برید د ښار په نهمې ناحیې کې د شینو زاده په نامه یو خصوصي روغتون ته نژدې شوی دی. په وژل شویو کې یوه افغانه ښځه هم شامله ده.

د ښاغلي مایار په خبره په زخمیانو کې یې شپږ ښځې او پنځه یې ماشومان دي.

زخمیان او وژل شوي ډېر هغه کسان دي چې د درملنې لپاره دغه روغتون ته ورغلي وو.

ښاغلي مایار وویل چې د یو شمېر زخمیانو حالت ښه نه دی.

طالبانو ویلي چې دغه برید دوی نه دی کړی.

دا چاودنه داسې مهال کیږي چې څو اوونۍ وړاندې په کابل کې پرلپسې ځانمرګي بریدونه او چاودنې وشوې چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او یا ژوبل شول. له دغو چاودنو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني تور ولګوه چې د افغانستان پر ضد جنګ په پاکستان کې اعلان شوی دی.

وروسته بیا د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی هم اسلام اباد ته ولاړ او په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG