د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې پر یو بهرني شرکت وسله وال ډله ایز برید شوی


ارشیف
ارشیف

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې درې تنو ځانمرګو برید کوونکو نن سهار د شپږ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د څرخي پله د ډسپیچري سیمه کې پر یو خصوصي غیر نظامي شرکت برید وکړ چې په ترڅ کې یې د دغه شرکت دوه افغان ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي صدیقي وايي چې دا برید د یو باروړونکي ډاینا موټر په واسطه تر سره شوی چې لومړی یو ځانمرګي له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د شرکت په درواره کې چاودنه ورکړه او وروسته د بریدګر دوه نور ملګري د شرکت ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه چې د شرکت د افغان ساتونکو له مقاومت سره مخ شول.

ښاغلي صدیقي وویل "وروسته له چاودنې یو بریدګر غوښتل چې ودانۍ ته دننه شي چې د ساتونکو له خوا ووژل شو".

هغه په دغه برید کې د بهرنیانو ته اوښتې مرګ ژوبه تائید نکړه خو د مخه د کابل د امنیه قوماندانۍ د چارواکو له خولې په دغه پیښه کې د یو بهرني د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی وو.

په همدې حال کې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د پېښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال وویل "دا ناامنۍ لنډمهاله دي، لږ وخت به ونیسي، کله چې کابینه جوړه او والیان وټاکل شي بیا به د داسې بریدونو مخه ونیسو، دغه کسان چې په هر ځای کې لویې جبهې لري و به نیول شي".

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه چې ټولو امنیتي مسؤلینو ته یې دنده سپارلې چې د ننني برید په اړه پلټنې وکړې او د امنیت شورا ته یې راپور ورکړي.

ښاغلي دوستم نننۍ برید د هغو کسانو کار وباله چې د پردیو استخباراتي کړیو په خدمت کې دي او و یې ویل چې دغه کسان به له پیژندنې وروسته ژر ونیول شي.

هغه وویل "امنیتي ځواکونه د دې بریدونو د مخنیوي توان لري خو هغه تشه چې ااوسمهال شته هغوې ترې ګټه پورته کوي".

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د دوه افغان ساتونکو او دوه ځانمرګو مړي يې لیدلي چې د پیښې له ځایه پولیسو روغتون ته لیږدول.

طالبانو د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې تر لسو بهرني اوسیدونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي خو د طالبانو دا ادعا کومې خپلواکې سرچینې تائید کړې نه ده.

دا برید د ولسي جرګې په غړې میرمن شکریه بارکزۍ د ځانمرګي برید وروسته دویم ستر برید دی چې مخالفو وسله والو یې مسؤلیت منلی دی خو پر میرمن بارکزۍ د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.

پر میرمن بارکزۍ د یکشنبې پر ورځ په شوي برید کې درې تنه ملکي کسان وژل شوي وو او تر ۳۲ نور ټپیان شوي وو، پخپله میرمن بارکزۍ په دغه برید کې برسیرنه ټپي شوې وه.

ډاکټرانو د میرمن بارکزۍ روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی دی.

XS
SM
MD
LG