د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د فلمونو نړیوال فیسټیوال پرانیستل شو


کابل کې د فلمونو نړیوال فیسټیوال پرانیستل شو
کابل کې د فلمونو نړیوال فیسټیوال پرانیستل شو

لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د بشري حقونو د فلمونو نړیوال فیسټیوال د امریکا سفارت په مالي ملاتړ پرانیستل شو.
د افغان فلم د چارواکو په وینا دوی د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه دوه سوه فلمونه ترلاسه کړي
چې پکې پنځوس یې د بشري حقونو په نوم دې فیسټیوال ته نوماند شوي دي.
په دغو فلمونو کې دوه دیرش یي افغاني او اتلس نور یې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو دي او سر له راتلونکې شنبې ورځې به د یوې اونۍ لپاره نندارې ته وړاندې شي.
په کابل کې د فلمونو د دې فستیوال جوړونکي وایي، چې په افغانستان او منځنۍ اسیا کې تر دې وړاندې د بشري حقونو په اړه دا ډول نړېوال فستیوال نه دی جوړ شوی.

افغان فلم جوړونکې رویا سادات وايي چې په دې فستیوال کې به د بې عدالتۍ، تعصب او تاوتریخوالي پر ضد فلم مستند، تصویري، او لنډ فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG