د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د نجونو د کراټې سیالۍ پای ته ورسېدې


کابل کې د نجونو د کراټې سیالۍ پای ته ورسېدې
کابل کې د نجونو د کراټې سیالۍ پای ته ورسېدې

په کابل کې د انجونو د کاراتې د لوبو اتم پړاو د څلویښتو غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسید.

د انجونو د ملي لوبډلو په دغو سیالیو کې د کابل او هرات ولایتونو شپیتو تنو غوره ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو.

د کاراتې د فدراسیون مشر غلام جیلانی غروب وايي چې اوسنۍ لوبې یې په ښه توګه ترسره کړې.نوریه کاکړ چې له شپږو کلنو راپدې خوا د کاراتې لوبه پر مخ وړي وايي چې ددغه راز لوبو ترسره کول خورا ګټه لري خو دا چې ښې آسانتیاوې نه لري دوی کله ناکله ناامیده کیږي. نور یې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د انجونو د کاراتې برخې ته باید زیاته پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG