د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښاروالۍ ټولې تاریخي سیمې بیارغوي


کابل ښاروالۍ ټولې تاریخي سیمې بیارغوي

کابل ښاروالۍ ټولې تاریخي سیمې بیارغوي

د کابل ښاروالۍ وايي ټولې هغې تاریخي ساحې او منارونه چې په کابل ښار کې د تېرو جګړو په ترڅ کې له منځه تللي‪، رغوي او بیا يې په هماغه بڼه را احیاء کوي.

نن د بابر په بڼ کې د کابل د زېږدې یا تاریخي میلادي تحقیقي سیمینار چې اکاډمیکو شخصیتونو پکې برخه اخېستې وه پیل شو، پدې سیمینار کې د کابل ښار ټولې تاریخي ساحې چې قدامت یې تر میلاد او میلاد وروسته او ان په ځانګړي ډول چې دوه سوه کلن تاریخ لري، پېژندل کیږي او د معمارۍ، عیني سپارښتنې یې کیږي.

د کابل ښاروال انجنیر محمد یونس نواندیش وویل چې د دارالامان ماڼۍ، تاج بیک او چهلستون قصرونو د رغولو چارې یې پیل کړي او د کابېنې له لوري کابل ښاروالۍ ته یې اجازه شوې ده.

هغه وايي ځېنې نورې داسې سیمي هم شته چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرسته به یې بیا احیاء کړي.

انجنیر محمد یونس نواندیش: "‪ترڅو چې زمونږ امکانات وي مونږ کوشش کوو چې د بیارغونې کارونه او افتخاري ځایونه بیا احیاء کړو، لکه برج ساعت چې ورته وايي په پل محمود خان کې، برج نجات ده، د ټولو اصلا اوس اثر نشته دی، مونږ تصمیم لرو چې دوی بیا ورغوو‪"

کابل ښاروال وايي پدې سیمینار کې به تاریخ پوهان او لرغونپوهان د کابل په تاریخي لرغونتوب او تمدنونو په اړه تحقیقات هم ولري ترڅو د کابل ښاریانو په ذهنونو کې ددغه ښار لرغونتوب په یاد همداسې پاتې وي.

XS
SM
MD
LG