د لاس رسي وړ اتصالات

ایساف: ننگرهار او لوگر کې د طالبانو مشران وژل شوي


ایساف: ننگرهار او لوگر کې د طالبانو مشران وژل شوي
ایساف: ننگرهار او لوگر کې د طالبانو مشران وژل شوي

په افغانستان کی د ناټو په رهبرۍ بېن المللی مرستندویه قوه، وایی د افغانستان په ختیځی برخې کی ددوی په هوایی حمله کی د طالبانو دوه مشران وژل شویدی.

ایساف ، نن په یو بیان کی وویل چه قواوو یی د جمعی په ورځ په هوایی حمله کی مولوی انور وژلی دی. هغه د ننگرهارد ولایت د حصارک په ولسوالی د طالبانو ولسوال و.

ایتلاف په یو جلا بیان کی، ویلی دی چه قواوو ، یی پرون د یکشنبی په ورځ د لوگر د ولایت د پل علم کی په علاقه کی د طالبانو د عملیاتو منتظم وژلی دی. ایساف ویلی دی چه دغه سړی عبدلباری نومیده او په کابل کی یی د طالبانو د حملو د شبکی د رهبرانو سره مستقیمی اړیکی درلودی.

له بلې خوا، ایساف وویل چه افغانستان او د تلاف قواوو، د طالبانو یو مشر چه د ځان مرگی حملو مسول گڼل کیږی، پرون د قندهار په ولایت کی د عملیانو په وخت کی د دوه نورو کسانوسره چه ویل کیږی یاغیان دی، نیولی او توقیف کړیدی.

ایساف همدغه راز ویلی دی چه د افغانستان او ایتلاف قواوو ، پرون د وردگو په ولایت کی یو سړی نیولی دی چه گومان کیږی، طالبانو ته یی چاودونکی وسایل جوړول. د اتلاف قوه په دغه سړی باندی تورلگوی چه هغه د بمونو او چاودونکو وسایلو ماهر دی او نورو یاغیانو ته یی دغه مهارت ورښوده.

په وروستیو دریو میاشتو کی په افغانستان کی د ایساف ځواکونو او افغان پوځیانو په ګډه ۱۸۰۰ پوځي عملیات تر سره کړي چې د دوی په وینا ۸۲ په سلو کی بریالي وو. دا عملیات د هلمند ، کندهار کندز او کنړ په ولایتونو کی تر سره شوي دي.

په افغانستان کی ددی ځواکونو ویاند جوزف بلاتز چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې په دې عملیاتو کی د دوی له خوا ځایي خلکو ته تاوان نه دی رسیدلی خو خلک د وسله والو مخالفینو له خوا ډیر زیانمن شوي دي.

بلاتز وايي چې په افغانستان کی نړیوالو ځواکونو تیره میاشت ۱۰۰ پوځی اهداف خانته ټاکلی وو چې د هغه پّه ترڅ کی یی د وسله والو مخالفینو ۸تنه مشران نیولی او یو تن یی وژلی دی.

XS
SM
MD
LG