د لاس رسي وړ اتصالات

ایساف: د حکومت مخالفین ښځینه ځانمرګي تیاروي


ایساف: د حکومت مخالفین ښځینه ځانمرګي تیاروي
ایساف: د حکومت مخالفین ښځینه ځانمرګي تیاروي

آیساف قواوو نن اعلان وکړ چې د دوی څیړنو وښوده چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفین د القاعدې په لارښوونه ښځې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کوي.

دوه اونۍ وړاندې په کنړ کې یوې ښځې چې چاودېدونکي توکي یې په ځان پورې تړلي وو، د ناټو د ځواکونو یوه کتار ته نږې ځان والوزاوه. عسکرو وویل چې په برید کې د دوی درې تنه افغان ژباړونکي ووژل شول.

جوزف بلاتز وویل، د تیرې یوې میاشتې راهیسې یې دوه میرمنې د تخار په ولایت کې او یوه د لغمان په ولایت کې نیولي چې له وسله والو مخالفینو سره یې همکاري کوله.

بلاتز همدارنګه وویل، آیساف د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د ځینو طالب چارواکو د نومونو د لرې کولو پلان ستايي او ویې ویل لا وختي دی چې وویل شي چې دا کار به څه اغیزې ولري.

جورف بلاتز د جمهور رییس کرزي دا اعلان هم نیک ګام وباله چې ویې ویل، امریکا له طالبانو سره خبرې کوي. بلاتز وویل، د سولې د مذاکراتو د یوه افغاني بهیر ملاتړ کوي خو ویې ویل چې آیساف د حکومت له مخالفینو سره په خبرو کې برخه نلري.

بلاتز وویل: هغه څه چې د آیساف په استاځیتوب ویلای شم دا دي چې موږ د هغه بهیر ملاتړ کوو چې افغانان یې رهبري کوي، مثلا آیساف د سولې د خبرو او پخلاینې لپاره تخنیکي مرستې برابروي او تر اوسه پورې دوه زره تنو مخالفت پرې ایښی دی.

XS
SM
MD
LG