د لاس رسي وړ اتصالات

کابل اسلام اباد ته: له ډیلي سره زموږ د اړیکو په اړه اندېښنه مکوئ


د پاکستان حکومت دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمن دی
د پاکستان حکومت دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمن دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان حکومت د هغو څرګندونو په غبرګون، چې د هندوستان د استخباراتي ادارې او د افغانستان د ملي امنیت ترمنځ اړیکې یې د اندیښنې بللې دي وايي، افغان دولت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په خلاف وکارول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان هغه ادعاوې چې ویلي یې دي تروریستي ډلې او مشران یې په افغانستان کې دي، بې اساسه بللې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکیب مستغني امریکا غږ ته وویل، پاکستان تل ادعاوې کړي خو هیڅ‌کله یې هم د خپلو ادعاو د ثابتولو لپاره اسناد وړاندې کړي نه دي.

ښاغلي مستغني د هندوستان د استخباراتي ادارې (RAW) او د افغانستان د ملي امنیت ترمنځ د اړیکو په تړاو د پاکستان د ادعاو په اړه وویل "د افغانستان د دولت بهرنی سیاست داسې نه دی، چې له یو هیواد سره یې د اړیکو څرنګوالی پر بل هیواد اغیزې ولري او یا له یو هیواد سره د افغانستان اړیکې، له بل هیواد سره د افغانستان د اړیکو او همکاریو په ګرو کې وي. د افغانستان اسلامي جمهوري، هیڅ‌کله اجازه نه ده ورکړې او نه یې ورکوي، چې کوم بل هیواد یې له خاورې څخه د بل هیواد پر ضد استفاده وکړي".

په کابل کې د پاکستان سفارت په یو بیان کې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند محمدنفیس ذکریا له قوله لیکلي، چې د افغانستان په ناامنیو او بې‌ثباتۍ کې په دغه هیواد کې دننه میشتې تروریستي ډلې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي "افغانستان له ډیرو تروریستي ډلو سره لاس او ګریوان دی او په دغه هیواد کې د بې ثباتي، د حقاني ډلې د مشرانو، افغان او پاکستاني طالبانو، داعش، القاعدې، جماعت الاحراراو نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده، له همدې امله دا سمه نه ده چې په افغانستان کې د خراب امنیتي حالاتو تور پر نورو واچول شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې، په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو د پناه ځایونو د شتون مسله تشې خبرې ګڼلي او ویلي یې دي، چې له تروریزم سره په جګړه کې د زرګونو پاکستانیانو د وژل کیدو سربیره دغه هیواد د سلو ملیاردو ډالرو اقتصادي زیان هم ګاللی دی.

د پاکستان حکومت دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمن دی، خو په دې برخه کې یې د خپلو هڅو په اړه د افغانستان پر انتقادونو ناخوښي څرګنده کړې ده.

پاکستان په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې تیر کال د دغه هیواد ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان په خاوره کې د یو شمیر طالب مشرانو او د هغوی د کورنیو موجودیت تائید کړی وو.

په همدې حال کې د چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي، چې پاکستان غواړي د افغان سولې له پروسې څخه سیاسي ګټه پورته کړي او له دې لارې هڅه کوي تر څو د ډیورنډ کرښه پر افغان حکومت ومني او د افغانستان د بهرني سیاست واګۍ په خپل لاس کې واخلي.

د پوهنتون استاد فیض محد ځلاند امریکا غږ ته وویل، پاکستان نه یواځې د افغانستان په خلاف تروریستي ډلې کاروي، بلکې د نورو هیوادونو پر ضد هم ترې کار اخلي او د همدې لپاره له دغو ډلو څخه هراړخیز ملاتړ کوي.

هغه وویل "د دې ډلو شتون په افغانستان کې ځکه لازمي دی، چې دوی په افغانستان کې بریدونه کوي، جګړې کوي او ستونزې یې راولاړې کړې دي، خو د دغو ډلو ملاتړ، تجهیز، روزنه او سیمه ایزې اړیکې د پاکستان حکومت او د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا څخه رامنځ ته کیږي او تمولیږي."

د ښاغلي ځلاند پر وینا، پاکستان د روسیې او چین په ګډون د یو مثلث په جوړولو هڅه کوي، چې د افغانستان جګړه په یوې لویې نیابتي جګړې بدله کړي او له دې لارې افغانستان کمزوری کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، پاکستان باید د هغو تروریستي ډلو لپاره پناه ورنکړي، چې په افغانستان کې دننه بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG