د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې نوي قاضیان معرفي شول


په کابل کې نوي قاضیان معرفي شول
په کابل کې نوي قاضیان معرفي شول

په حکومت دستگاه کې د فساد ورکولو او غوره حکومتدارئ په برخه کې یو تازه خبر.

د ستری محکمې د قضاي ستاژ کورس نه په شپږویشتمه دوره فارغانو کې چې د شرعیاتو، حقوقو او دیني مدرسو محصلین پکې شامل وو نن د یو کلني روزنیزې دورې وروسته فارغ او اسناد یې د یوې لوی غونډې په ترڅ کې تر لاسه کړل.

پدې غونډه کې د افغانستان قاضي القضات عبدالسلام عظیمي، په افغانستان کې د امریکا د سفارت د قانون د تنفیذ د څانګې مسولینو او نورو مهمو دولتي مامورینو گډون کړی و.

قاضی القضات عظیمي وویل د نړیوالې ټولنې او په خاصه د امریکا په مرسته د قاضیانو د ژوند د سطحی د لوړولو په نیت په پنځو مهمو پلانونو کار کوي.

د قاضیانو معاشونه زیات شي، په امکاناتو برابر د قاضیانو دفترونه، امنیت او مصونیت او په ولایتونو او ولسوالیو کې د قاضیانو لپاره د کورنو د سهولت برابرول شامل دي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت چارواکو وویل پدې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او هیله یې څرگنده کړه چې نوي فارغ شوي قاضیان د اداري فساد په وړاندې روانې مبارزه کې گټور تمام شي. هغه وویل امریکا دې ته ژمنه ده چې په افغانستان کې عدالت تامین شي.

XS
SM
MD
LG